د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۳

"په خوست کې حملې ۵۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې"


Afghanistan - Sediq Sediqi, spokesman of the Interior Ministry during a press conference in Kabul, 17Jun2012
Afghanistan - Sediq Sediqi, spokesman of the Interior Ministry during a press conference in Kabul, 17Jun2012
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، چې د خوست ښار په نننۍ ځان وژونکې حملې کې پنځه ملکي کسان وژل شوي او شپږ څلویښت نور ټپيان شوي.

د کورنیو چارو د وزارت ویاند صدیق صدیقي ازادي راډیو ته وویل، په حملې کې څلور پولیس وژل شوي او درې نور ټپيآن دي.

وسله والو طالبانو د پيښې مسوولیت منلی، د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په یوه پيغام کې د اتو بهرنیو سر تیرو د وژلو ادعا کړې .

ناټو ځواکونو په دې حملې کې د خپلو دریو عسکرو وژل کیدل تایید کړي دي.

د کورنیوچارو د وزارت ویاند صدیق صدیقي زموږ همکار احمدزبیرژمن سره د دې حملې په اړه په یوې مرکې کې وویل:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:26 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG