د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې ټينګار کړی چې د ایران حکومت په سوریه کې د خپل ملګري د ساتنې لپاره هره هڅه کوي او د سوریې پر ګاونډيو هیوادونو یې غږ کړې دی چې خپله فضا او ځمکه د سوریې پر ضد د کارول کیدو څخه وساتي.
کلنتن ویلي، چې د ایران حکومت اوسمهال د سوریې د رژیم لپاره مهمه او حیاتي سرچینه ده.
د دې په وینا ، تیره اونۍ یوه لوړ رتبه ایراني مقام تایید کړه؛ چې د د هغوی د انقلابي ګارډ غړي په سوریه کې فعالیت لري؛ نو په دې کې شک نشته چې تهران به په دمشق کې د خپل وکالت او ملګري د ساتنې لپاره هره ممکنه هڅه وکړي.
میرمن کلنتن د جمعې په ورځ په نیویارک کې د (سوريې ملګري هیوادونه) په غونډه کې وویل:
"ایران به د نړیوالو بندیزونو څخه د سوریې د ساتنې لپاره هره هڅه وکړي. د بیلګې په ډول تیرکال یو شمیر ترکي څارونکو د ټوپکو، ماشیندار او د هاوان د مرمیو یوه بسته وموندله چې د موټرو اضافي پرزې په نوم د ایران د هوايي چلند په وسیله سوریې ته لیږدول کیده.
د عراق دې اعلان، چې غواړي، سوريې ته تلونکې ایرانۍ الوتکې وخت نا وخت تلاشي کړي، موږ هڅوي چې د سوریې پر ټولو ګاونډیانو غږ وکړو؛ چې خپله خاوره او فضا د دې څخه وساتي چې د بشار الاسد د رژیم جګړې ته ملاتړ ورسوي."
په عین حال کې د عرب لیګ یا عربي ټولنې مشر "نبیل العربي" پرون په همدې غوڼډه کې وویل؛ چې د سوریې د حالاتو په اړه د ژنیوا پریکړه مهمه ده.
نبیل العربي وویل، هغه مهمه پریکړه چې په ژنیوا کې وشوه او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پينځو دایمي غړو منلې دا ده؛ چې په سوریه کې باید یو انتقالي بهیر پيل شي. انتقالي پروسه دا معنی لري چې د بشارالاسد د رژیم ځاي باید د سوریې د خلکو د حق او غوښتنې سره سم بل رژیم ونیسي.
پرون د (سوریې ملګري هیوادونه) په غونډه کې د امریکا د بهرنيو چارو وزیرې هېلري کلنټن د سوریې سره د لږترلږه ۴۵ ملیون ډالرو مرستې اعلان هم وکړ.
میرمن کلنتن وویل، چې ۳۰ ملیونه ډالربه په سوریه کې د تشدد څخه متاثرو شویو خلکو ته د روغتیايي مرستو لپاره ځانګړي شي او پينځلس ملیونه ډالر به په سوریه کې د اپوزیسیون ملکي ډلو ته ورکړ شي.