د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۵ زمری ۱۴۰۰ کابل ۰۵:۰۶

"پاکستان په داسې حالت کې نه دی چې ستراتیژیک سند وسره لاسلیک شي"


د ولسي جرګې یوشمېرغړي، د افغانستان او پاکستان ترمینځ د ستراتیژیک تړون لاسلیک کول مخکې له وخته ګڼي.

دوی د شنبې په ورځ د جرګې په عمومي غوڼده کی وویل؛ ترڅو چې د دواړو هیوادونو ترمنځ شته ستونزې اوارې نه شي؛ لازمه نه ده دا تړون لاسلیک شي.

د ولسي جرګی ځینې غړي د افغانستان ا وپاکستان ترمنځ د شته ستونزو له امله نه غواړي؛ چې د دواړو هیوادونو ترمنځ دې ستراتيژیک تړون لاسلیک شي.

دوی وایي، ترڅو چې د هېواد په ختیځو ولایتونو د پاکستان راکټي بریدونه دوام ولري؛ د ستراتیژیک تړون لاسلیک کول ورسره بې مانا دی.

د ولسي جرګې ځیني غړي په دې باور دي، چې پاکستان له لسو کالو راهیسې د هیواد په ورانۍ او د افغانانو په وژلو کې لاس لري.

د ولسي جرګې غړي محمد نعیم حمیدزي لالي وویل، د یادو دلایلو له مخې پاکستان سره د ستراتیژیک تړون لاسلیک کول مخکې له وخته دي.

"له پاکستان سره چې د ډیورنډ مساله روښانه نه شي، د ستراتیژیک پیمان لاسلیک کول ورسره مخکې له وخته دي. دا دېرش کاله کیږي، چې د افغانستان په ناامنیو کې پاکستان لاس لري، د دوی ځینو عالمانو پر افغانستان د جهاد فتوا ورکړې ده؛ ایا اسلام یوازې په پاکستان کې دی؟

دلته په حکومت کې ځینې خلک شته د پردیو غلامان دي؛ موږ پرې غږ کوو، چې زموږ مسلماني ترټولو ښه ده، دا غلامان باید په خپلو خلکو زړه وسوځوي.
"

ځینو ویل اوسمهال، په سیمه ییزو او نړیوالو موضوعګانو کې پاکستان ګوښه شوی دی او د ستراتیژیک تړون لاسلیک کول ورسره مناسب نه دی؛ د جرګې غړې فوزیه کوفي وویل:

"دوی هڅه کوي، چې د افغانستان بحران یو قومي بحران وښيي، په داسې شرايطو کې چې ستراتيژیک تړون ورسره لاسلیک کیږي، پرته له دې چې امتیاز ورکړو بله خبره نه ده، پاکستان اوسمهال ګوښه شوی دی او له هغه هیواد سره چې د ګټو تضاد ورسره لرو ولې دومره امتیاز ورکړو."

خو د جرګې ځینې نور غړي بیا د دې سند د لاسلیک کیدو هرکلی کوي او وایي، چې د سند له لاسلیک کېدو دمخه باید په مقابل لوري یولړ شرطونه کیښودل شي.

نوربت خان منګل وایي:

"که له پاکستان سره ستراتیژیک تړون لاسلیک کیږي؛ باید یولړ شرطونه پرې کیښودل شي، چې موږ څه غواړو او دوې څه راکولی شي، دا مسایل باید قوي تصمینونه ولري."

جمهوررییس حامد کرزي په نیویارک کې د ملګرو ملتو د عمومي غونډې کې په حاشیه کې د پاکستان له جمهور ريیس اصف علي زرداري سره موافقې ته رسیدلی؛ چې د دوه زره دیارلسم میلادي کال ترپای پورې به د دواړو هیوادو ترمینځ ستراتیژیک تړون لاسلیک شي.

له دې مخکې افغانستان له یوشمېر نورو هیوادونو سره هم ستراتیژیک تړونونه لاسلیک کړي دي.

راپور: خان محمد سیند
XS
SM
MD
LG