د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۵ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۴۷

کندهار کې د "بګۍ" دوديز ترانسپورتي سيستم لا هم ساتل شوی


په کندهار کې اوس هم خلک د ترانسپورټي وسايطو پرځاى د اس له بګۍ څخه استفاده کوي. د دې ولايت خلکو له کلونو کلونو راهيسې دا دوديز ترانسپورتي سيستم ساتلى دى.

سره له دې، چې دا مهال په نړۍ کې د ټرانسپورت لپاره د خورا عصري وسایلو لکه موټر، اورګاډي، ميټرو، بس موټر سایکل او نورو څخه کار اخیستل کیږي، خو د کندهار اوسیدونکو لا هم د اس بګیو رواج ساتلی او د سپرتیا لپاره استفاده ور څخه کوي.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:51 0:00
مستقیم لېنک

پخوا د دغو بګيو شمېر خورا زيات و، خو اوس يې د پخوا په نسبت شمېر کم شوى خو خلکو دا دوديز ترانسپورتي سيستم هېر کړى نه دى.

د تاریخ پوهانو په باور د اس بګۍ د افغانانو لرغوني کلتور دی او د احمدشاه بابا د واکمني څخه را وروسته تر اوسه رواج لري.

خان محمد کاکو، چې د پنځوسو کلونو را په دیخوا د هرات بازار څخه تر چوڼۍ پورې د اس بګۍ چلوي وایی، چې اوس هم خلک په خورا علاقه سره د تګ راتګ پر مهال داسې بګۍ خوښوي:

"ظاهر شاه بابا په وخت موږ ته دریشي راکړل شوې وې، هغه وخت زموږ د بګیو څخه ډیرو خلکو استفاده کوله."

په وروستيو کې د موټرو او ترانسپورتي وسايطو له زياتېدو سره د هوا او چاپېريال ککړتيا هم زياته شوې ده.

په کابل کې د چاپېريال ساتنې اداره وايي، هر کال يوازې په کابل کې تر دوه سوه زيات کسان مري.

نعمت الله او جانان د اس بګۍ چلوونکي د سپرتیا لپاره د اس بګۍ څخه استفاده اقتصادي او د چاپیریال لپاره يی هم مهمه بولي:

"د اس بګۍ ځکه خلک خوښوي، چې هوا یي خلاصه ده په دوبي کې بیخي ښه وي."

د چونۍ اوسیدونکي ګلاغا، چې زیاتره مهال د راتګ راتګ پر مهال له بګۍ څخه استفاده کوي وايي، چې خلک د اس بګۍ ځکه د سپرتیا لپاره خوښوي، چې د ټکر خطر یی کم دي:

"یو خو د اس بګۍ ارزانه دي او بل ترافیګي پیښې نه پیښوي ډیر خلک یی په دغه خاطر خوښوي."

په ورته وخت کې د کندهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست د تاریخي ابداتو مسوول عزیز احمد عزیز وایی، چې د کندهار اوسیدونکو د نورو تاریخي او کلتوري میراثونو د ساتنې ترڅنګ د اس بګیو میراث هم ژوندی ساتلی.

د عزیز په وینا خلک په خپله خوښه د اس بګیو څخه د ټرانسپورټ لپاره کار اخلي:

"د احمدشاه بابا په وخت کې، چې موټران او نور وسایط نه وه د ښار سړکونه خامه وه، خلکو به داسې بګیو څخه استفاده کوله، اوس هم دا رواج شته د نیکه مرغه چې د کندهار خلکو دا پخوانی رواج ساتلی دی"

د کندهار په پخوانيو عکسونو کې د اس بګۍ زياتې ښکاري. په دې ولایت کې يوازېنۍ سيمه کې دا مهال د اس بګۍ په کې زياتې دي، د کندهار شاه بازار ټک ټک بازار چونۍ او هرات دروازه ده.

د اس له بګيو څخه پخوا په پلازمېنه، کابل او نورو ولايتونو کې هم خلکو استفاده کوله، خو په ځينو ولايتونو کې د دغو بګيو څرک نه لګېږي او اکثره خلک له موټرو استفاده کوي.

راپور: محمد صادق ریښتینی، کندهار
XS
SM
MD
LG