د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۵

"د سوريې د بحران په حل کې ايران مهم رول لرلاى شي"


د مصر جمهور رئيس محمد مُرسي
د مصر جمهور رئيس محمد مُرسي
د مصر ولسمشر ويلي، دا مهال له ايران سره د قوي اړيکو درلودل د مصر لپاره مهم دي، چې وکړاى شي په سوريه کې د وينې تويېدنې مخنيوي ته زمينه برابره کړي.

تېره جون مياشت محمد مُرسي د ولسمشر په توګه تر ټاکل کېدو وروسته په خپله لومړۍ ټلويزيوني مرکه کې ايران په سيمه کې يو عمده لوبغاړى وباله، چې د سوريې د ستونزې په حل کې فعال او ملاتړى رول درلودلاى شي.

د دې لپاره، چې په سيمه کې د مصر رول تازه شي، تېره مياشت مرسي له ايران څخه وغوښتل چې په يوه څلوراړخيزه کمېټه کې برخه واخلي، چې سعودي عربستان، ايران، ترکيه او مصر په کې ګډون لري او هڅه به يې دا وي چې د سوريې تاوتريخوالي ته يوه حل لار پيدا کړي.

په دې څلوراړخيزه کمېټه کې ايران يوازېنى هېواد دى چې د سوريې د ولسمشر بشارالاسد متحد دى، ايران پر سعودي عربستان او ترکيې تور پورې کړى چې د سوريې له ياغيانو سره مرسته کوي، دغه ياغيان د ولسمشر اسد ليرې کېدل غواړي.

تېره مياشت د ملګرو ملتونو په امنيت شورا کې د سوريې له رژيم څخه د دوامداره ملاتړ له کبله پر ايران انتقادونه وشول.

د مصر ولسمشر محمد مرسي په خپله مرکه کې وويل:

”زه فکر نه کوم چې په دې څلوراړخيزه کمېټه کې دې ايران کومه ستونزه وي، ايران د سوريې د ستونزې د حل يوه برخه ده“

ده وويل ايران د سوريې يو نژدې ګاونډى دى چې نژدې اړيکې ورسره لري، ځکه نو دا د سوريې د بحران په حل کې ډېره حياتي مسئله ده.

مرسي دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې سعودي عربستان تېره مياشت د څلوراړخيزې کمېټې له وروستۍ غونډې چې د سپټمبر پر ١٧مه د قاهرې په کوربه توب جوړه شوې وه، ځان څنډې ته کړ.

سعودي عربستان د خپل دې اقدام په اړه په رسمي ډول تبصره نه ده کړې.

د قاهرې او تهران ترمنځ اړيکې د ايران تر اسلامي انقلاب وروسته ډېرې کړکېچنې شوې. هغه وخت مصر له اسرائيل سره د سولې يوه معامله لاسليک کړه، چې په دې توګه د امريکا او اروپا يو وفادار متحد شو.

د سوريې کړکېچ له ١٧ مياشتو راهيسې روان دى چې ملګري ملتونه وايي په دې تاوتريخوالي کې نژدې ٢٠ زره خلک وژل شوي او تر ٢ لکه او ٣٥ زرو زيات سوريايي کډوال په ګاونډيو هېوادونو لکه عراق، اردن، لبنان او ترکيه کې راجسټر شوي او شا و خوا ١٢ لکه خلک په سوريه کې دننه له يوې سيمې بلې ته بېځايه شوي دي.
XS
SM
MD
LG