د پاکستان د بهرنیو چارو وزیره حنا رباني کهر وايي، موږ په افغانستان کې د ستراتیژیک عمق په لټه کې نه یوو بلکې له دې هېواد سره داسې اړیکې غواړو، چې د یو باثباته، امن، ازاد او خپلواک افغانستان پر بنسټ وي.
حنا رباني کهر پرون په امریکا کې د بهرنیو اړیکو د شورا له خوا په یوې جوړې شوې غونډه کې د خبرو پر مهال وویل، په دې کې د پاکستان ملي ګټې نغښتي دي او زیاته يي کړه:
"هغه څه، چې نن یې زه د پاکستان د ملي ګټو لپاره مهم هدف بولم، هغه یو باثباته او سوله ییز افغانستان دی، ان ضروري نه ده، چې موږ سره د دوست هم واوسي."
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې زیاته کړه، له تاریخ نه یې زده کړئ، څو چې په افغانستان کې سوله او ثبات نه وي دوی هم سوله او ثبات نه شي موندلای او په اقتصادي برخه کې هم پاکستان هسې وده نه شي کولای چې دوی یې غواړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې د امریکا د بهرنیو اړیکو په شورا کې، چې یو شمېر مهمو کسانو په کې برخه لرله د افغانستان د راتلونکې په اړه وویل:
"د ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته د افغانستان لپاره غوره ممکنه طرحه، چې موږ پرې فکر کولاي شو، دا ده چې انتخابات وشي، د مسولیتونو انتقال ترسره شي، ټولې افغان ډلې کولای شي، چې خپلې غوښتنې او خپل ځواک په انتخاباتو کې څرګند کړي نه د تاوتریخوالي له لارې."
د نوموړي په وینا د هغه لنډ مهاله راتلونکی دی، چې موږ باید ورته کار وکړو.
د حنا رباني کهر په وینا هېواد یې نه د دې نیت لري او نه په دې کې د پاکستان ملي ګټه شته، چې پر افغانستان کوم حکومت وتپي، بلکې د نوموړې په وینا دا د افغانانو کار دی او موږ یوازې څارونکي یوو .
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې زیاته کړه، چې هېواد یې په افغانستان کې له بې ثباتۍ په ویره کې دی، ځکه چې د افغانستان سره دوه زره کیلومتره اوږد سرحد لري او د دې هېواد ناکراری پاکستان ته هم پراخیږي.
د رباني کهر په وینا هره ورځ درې پنځوس زره کسان د افغانستان او پاکستان ترمنځ له سرحد څخه اوړي را اوړي او له دې تاسو تصور کولای شي، چې د افغانستان بې ثباتي په عین وخت کې پر پاکستان څه اغیزې کولای شي.