د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۱

قرغزستان: د مناس له هډې یواځې د ملکي اهدافو لپاره کار اخلو


قرغزستان وايي، د مناس له هډې څخه یواځې د ملکي اهدافو لپاره د کار اخیستو نیت لري، د هغه تړون له مخې، چې قرغزستان له متحد ایالاتو سره تر دوه زره څوارلسم میلادي کال پورې کړی دی، د دې هډې له لارې نړېوال ځواکونه کولای شي، چې په افغانستان کې خپلو عسکرو ته اکمالات ورسوي.

د قرغزستان چارواکي وایي، د متحد ایالاتو له مقاماتو سره یې په دې اړه خبرې کړې، چې د دوه زره څوارلسم کال څخه وروسته به دوي له دې هډې څخه یواځې د ملکي اهدافو لپاره کار اخلي.

په هغو غونډو کې، چې د متحد ایالاتو د لوړ رتبه چارواکو او د قرغزستان د پارلمان د مشر اصیل بیګ ژینبیکوف سره شوی دا خبره تایید شوی، چې بشکیک په نظر کې لري، چې د مناس له هډې څخه یواځې د ملکي اهدافو لپاره کار واخیستل شي.

ژینبیکوف د جمعې په ورځ ایترتاس خبري اژانس ته ویلي، هغه د متحد ایالاتو د بهرنیو چارو د وزارت له چارواکو، د متحد ایالاتو د ملي امنیت له شورا او د متحد ایالاتو د کانګرس له غړو سره څو ځلي په دې اړه خبرې کړي دي.

ژینبیکوف ویلي، موږ د سیمې د امنیت په اړه پر مسایلو بحث وکړ، په ځانګړي توګه د افغانستان په اړه مو خبرې وکړې. دا چې وروسته له دوه زره څوارلسم میلادي کاله به په دې هېواد کې حالات څنګه وي، زموږ له نظره لیرې مسله نه ده.

سربیره پردې د تیرې مۍ په میاشت کې مو له ناټو سره یوه موافقه لاسلیک کړه، څو د مځکې له لارې افغانستان ته د بارونو د انتقال لپاره لار هواره شي.

ها خوا د قرغزستان ولسمشر اتمبیک اتمبایوف نن په هغه خبري کنفرانس کې، چې بشکیک ته نژدې سیمې کې ترسره شو او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم په کې ګډون کړی وو، خبریالاتو ته وویل:

"ما هرکله دا خبره کړې ده، چې د مناس ملکي هوايي ډګر باید یو ملکي هوايي ډګر وي او موږ به دې ته بیا هماغه بڼه ورکړو، چې په کې به کارګو مالونه او مسافر تګ راتګ کوي، خو دا د هیڅ یوه هېواد لپاره پوځي هوايي هډه نه ده."

د قرغزستان د پارلمان مشر دا تایید کړه، چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره د منځني اسیا دې هېواد ته د ترهګري د خپریدو په اړه بشکیک سخت اندیښمن دي.

د هغه په وینا افغانستان ته د بهرنیو ځواکونو تر ننوتو لا دمخه یې په هېواد کې ګواښونه موجود وو او په نولس سوه نهه نویم کال کې خو وسله والو له افغانستان د دوی خاورې ته نفوذ وکړ.

ژینبیکوف وویلي، شکر دی چې موږ له دوې سره په مقابله کې بریالي شو، هغه دې ته هم اشاره کړې ده، چې دا خطرونه هر کله وي او اوس هم شته، خو وايي، موږ هیله من یو، چې په دوه زره څوارلسم کال کې نړېوال ځواکونه په دې شرط له افغانستانه ووځي، چې د دې هېواد خپل ځواکونه د دې توان ولري، چې خپله خپلې ستونزې هوارې کړای شي.

متحد ایالاتو هم ورته هیله څرګنده کړې ده، ژینبیکوف په دې اند دی، چې که داسې ونه شي، نو له افغانستانه د ایتلافي ځواکونو له وتلو سره به هغه هېوادونه، چې له افغانستان سره نژدې پراته دي له حالاتو متاثره شي.

ذهنباکوف د مخدرو موادو د قاچاق مسله د افغانستان په ارتباط یوه لویه ستونزه بللی او ویلي دي، چې د مخدر موادو د قاچاق او د جنایتونو د مخنیوي لپاره یې کلک اقدامات کړي دي.

خو د مناس د هډې په ارتباط د قرغزستان د پارلمان ویاند په خپلو خبرو کې څرګنده کړې ده، چې د متحد ایالاتو چارواکو په دې اړه هیڅ کومه اشاره نه ده کړې، چې وروسته له دوه زره څوارلسم میلادي کال څخه به د مناس له هډې څخه د پوځي هډې په توګه کار اخیستو ته دوام ورکړي او که څنګه.

ژینبیکوف وايي، په هرې غونډه کې موږ دې مسلې ته اشاره وکړه، چې زموږ قرارداد تر دوه زره څوارلسم میلادي کاله پورې دی او په هماغه توګه چې په قرارداد کې راغلي چارې به په کامله توګه هماغه شان ترسره کیږي، خو وروسته له دوه زره څوارلسم میلادي کاله لکه څنګه چې د قزغزستان ولسمشر ویلي، موږ به له دې هډې څخه یواځې د ملکي اهدافو لپاره کار اخلو.
XS
SM
MD
LG