د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۴

د رباني په نوم د ښوونې او روزنې پوهنتون د محصلینو اعتصاب


د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون محصلینو د برهان الدین رباني په نوم، د دې پوهنتون نومول د پوهنتون د سیاسي کولو او د محصلینو ترمنځ د تربګنۍ پیداکېدنې لپاره یوه هڅه وبلله.

دوي چې شمېر یې لسګونو تنو ته رسېده، د پوهنتون په دروازه کې د اعتراض په ډول ناست او ویل، یې ترهغو به درسونو ته ونه ګرځي، ترڅو د پوهنتون له سره د برهان الدین رباني په نوم لوحه نه وي ښکته شوې.

محصلینو ویل، چې له چا سره سیاسي دښمني نه لري او باید حکومت ملي نومونه په تنظيمي سیاسي او سمتي نومو بدل نه کړي:

هغوي وړاندیز کاوه، چې کوم شخصي او یا هم نوی جوړ شوی پوهنتون دې د استاد رباني په نوم شي.

اعتراض کوونکو په یو پریکړه لیک کې له حکومت څخه وغوښتل، چې په دې اړه له صادر کړي فرمان نه صرف نظر وکړي، ترڅو راتلونکي اختلافونو او له ستونزو څخه مخنیوی وشي.

د اعتراض ګډونوالو ویل، چې په پوهنتون کې درس نشته او استادان هم ورسره ملګري شوي، خو د کابل پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنتون چارواکو په اعتراض کې د استادان ګډون په کلکه رد کړ اويې ویل، چې د ولسمشر فرمان به عملي کوي.

هڅه مو وکړه، چې د محصلینو د اعتراض په اړه د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارواکو نظر واخلو خو بریالي نه شولو.

د دې وزارت چارواکو د سولې د عالي شورا د وژل شوي مشر برهان الدین رباني د لومړي تلین په مراسمو کې ویلي، د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون او ترمخ یې د تیر شوي سړک د وزیرانو د شورا د پریکړې له مخې د برهان الدین رباني په نوم کیږي.

که څه هم چارواکو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي، خو د کندهار یو شمېر خلکو په دې اړه اعتراض کړی، چې حکومت غواړي د کندهار د هوايي ډګر هم د رباني په نوم شي.

راپور- رحمت الله افغان
XS
SM
MD
LG