د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۵

"افغانستان ته سوله په خیرات غوښتلو نه راځي"


د ولسمشر کرزي لومړي مرستیال مارشال محمد قسم فهیم وویل، چې سوله د افغانستان یوه اړتیا ده او افغان دولت مسوول دی چې د سولې د راوستو لباره هر راز هلې ځلې وکړي.
د ولسمشر کرزي لومړي مرستیال مارشال محمد قسم فهیم وویل، چې سوله د افغانستان یوه اړتیا ده او افغان دولت مسوول دی چې د سولې د راوستو لباره هر راز هلې ځلې وکړي.
کابل د سولې او ملی یووالي د اونۍ په مناسبت نن د یوه نړېوال کنفرانس شاهد دی.

په دې یو ورځني کنفرانس کې چې د سولې د عالي شورا په نوښت جوړ شوی د افغانستان د ګاونډیو، سیمې او د نړۍ د کابو دیرش هېوادونو سیاسي او مذهبي استازي او د سولې په برخه کې تجربه لرونکي اشخاص برخه لري.

په دې نړېوال کنفرانس کې د بیلا بیلو هېوادونو استازي او مذهبي مخور خپل نظرونه او تجربې په افغانستان کې د دایمي سولې او ثبات د ټینګښت لپاره بیانوي.

د کنفرانس په پیل کې د ولسمشر کرزي لومړي مرستیال مارشال محمد قسم فهیم وویل، چې سوله د افغانستان یوه اړتیا ده او افغان دولت مسوول دی چې د سولې د راوستو لباره هر راز هلې ځلې وکړي.

مارشال فهیم ټینګار وکړ، چې افغان دولت نشي کولای د زاریو له لارې سوله ټینګه کړي بلکې د ده په وینا په افغانستان کې سوله راوستل نړېوالو هڅو او د افغان حکومت پیاوړی او ځواکمن دریځ ته اړتیا لري:

"که د افغانستان حکومت یو لوی محوریت رامنځ ته نه کړي او له پیاوړي ځواک څخه برخمن نشي، مقابل لوری په هیڅ ډول سولې ته تیار نه دی او موږ نشو کولای چې په خیرات غوښتلو سره په افغانستان کې سوله را ولو.

د افغانستان قضیه یوه کورنۍ او ملي قضیه ده، خو په عین حال کې یوه نړېواله قضیه هم ده او که په افغانستان کې سوله راشي نو سیمه او نړۍ به هم په سوله او ثبات کې ژوند وکړي".


ده څرګنده کړه، که تروریزم په افغانستان کې پیاوړی شي نو ګاونډیو، سیمې او ټولې نړۍ ته یې زیان رسیږي نو د همدې لپاره باید د ده په وینا ټوله نړۍ په دې هېواد کې د امنیت د ټینګښت لپاره صادقانه هڅې وکړي.

په عین حال کې د سولې د عالي شورا مشر صلاح الدین رباني وویل، چې په افغانستان کې سوله پرله پسې خبرو اترو ته اړتیا لري، خو د ده په نظر په دې برخه کې د ګاونډیو هېوادونو رول اساسي ارزښت لري.

د ښاغلي رباني په وینا د سیمې او نړۍ همکاري او ملاتړ په دې هېواد کې د دایمي ثبات لپاره اړین دی اوله دې سره به د سیمې او نړۍ هېوادونه هم د تروریزم له ګواښ څخه وژغول شي:

"موږ هم باور لرو، چې په افغانستان کې سوله نړېوالې په ځانګړي توګه سیمه ییزې همکارۍ ته جدي اړتیا لري.

که چیرې دا جدي همکاري ونشي نو په یقین سره ویلای شم، چې د نا امنیو او بې ثباتیو بحران او اوسنۍ جدي وضع، چې په افغانستان او شاوخوا سیمو کې حاکمه ده نوره به هم پراخه شي، ان ډیر نور ځایونه به هم په خطرناک ډول له ستونې تیر کړي".


د سولې او ملي یووالي د اوونۍ په مناسبت دې نړېوال کنفرانس ته د پاکستان ځینې سیاسي او مذهبي مشران هم غوښتل شوي وو، خو د پاکستان د مسلم لیګ ن ګوند مشر نواز شریف، مولانا محمد خان شیراني او د جمعیت علما د دواړو څانګو مشرانو مولانا فضل الرحمان او مولانا سمیع الحق په کې ګډون ونه کړ.

د پاکستان له کوټې څخه راغلي سیاسي مشر محمود خان اڅکزي په دې کنفرانس کې وویل، چې په افغانستان کې د ګاونډیو مداخلې تاریخي ریښې لري، ده د پاکستان د پخوانیو حکومتونو مداخلې یادې کړې او ټینګار یې وکړ، چې ټول باید په افغانستان کې سولې ته هڅې او خپلواکۍ ته یې درناوی وکړي.

سره له دې چې دا نړېوال کنفرانس د سولې د عالي شورا له خوا په افغانستان کې د دایمي ثبات او امنیت لپاره مهمه هڅه بلل کیږي، خو ځینې سیاسي څیړونکي وایی، چې په دې هېواد کې تل پاتې سوله هغه وخت راتلې شي، چې د سیمې او ګاونډي هیوادونه خپلې مداخلې او لاسوهنې بندې کړي.
XS
SM
MD
LG