د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۹

پاکستان کې د امریکايې فلم پر ضد له تاوتریخوالي ډکې مظاهرې وشوې


د جمعې په ورځ په پاکستان کې د هغه فلم پرضد، چې په امريکا کې جوړ شوی او د اسلام ستر پيغمبر ته په کې سپکاوی شوی له تاوتریخوالي ډکې مظاهرې وشوې.

د مرکز اسلام اباد په ګډون په پيښور، مردان، لاهور، کراچۍ او د دې هېواد په نورو لویو او وړو ښارونو کې په زرګونو تنه، چې ډیری يې ځوانان ول واټونو ته راووتل او د امريکا، اسراییلو او د دغه فلم د جوړوونکیو پرضد يې شعارونه ورکول.

که څه هم اړوندو دولتي ادارو د شپې تر ناوخته د تلفاتو د کره شمېر په باب معلومات نه و خپاره کړي، خو پاکستاني مطبوعاتو د بېلابېلو روغتونونو له قوله د شلو تنو د وژل کیدا او تر دوو سوو زیاتو د ټپي کیدا راپور ورکړی.

د کورنیو چارو وزیر رحمان ملک د جمعې په ماښام له رسنیو سره په خبرو کې که څه هم د کومې ډلې نوم وانخیست خو ویې ویل، چې د دې مظاهرو ترشا ځینې تندلارې مذهبي ډلې لاس لري او غواړي، چې د پاکستان ثبات له خطر سره مخ کړي:

"که یو څوک سوله ییزه مظاهره کوي نو ټوپک خو له ځانه سره نه راوړي، پرون تاسو ولیدل، چې ډير داسې خلک و، چې کلاشینکوفونه يې په لاسونو کې وو او ان دوربینونه پرې نصب و، مانا دا چې دوی ښه ماهر یا نشانه بازان وو.

ایا دوی دلته له چاسره د جنګ و مقابلې لپاره راغلي وو؟

دوی کولای شوی، چې په سوله ييزه توګه هم خپل مخصد ترسره کړي، خو ښکاره خبره ده چې د دوی اصل مخصد ګډوډي او ورانکاري وه."


مظاهره کوونکیو تر څو نارو وروسته د دولتي او خصوصي املاکو په چور تالان لاس پورې کړ، په پيښور، کراچۍ، لاهور، راولپنډۍ او یو شمېر نورو ښارونو کې يې بانکونه، د موبایل شبکو او نورو بهرنیو شرکتونو دفترونه ولوټل، پر رستورانتونو، د تیلو پمپونو او نورو عامه تاسیساتو يې حملې وکړې او سخت زیانونه يې ور واړول.

تر کراچۍ وروسته تر ټولو خونړۍ او له تاوتریخوالې ډکې مظاهرې په پيښور کې وشوې، چې په نتیجه کې يې د یوه خصوصي تلویزیون د یوه کارکوونکي په ګډون اووه تنه ووژل شول او د اوو پولیسو په ګډون تر پنځوسو ډیر په کې ټپیان شول.

ددې ترڅنګ درې سینماوې وسوځول شوې، ګڼ شمیر دوکانونه او دفترونه تر لوټلو وروسته زیانمن شول.

همداشان په کراچۍ، لاهور، راولپنډۍ او یوشمیر نورو ښارونو کې هم د تیلو پمپونه، رستورانتونه، سینماوې، دفترونه او په لسګونو شخصي او د پولیسو موټر وسوځول شول.

دغه مظاهرې، چې د بیلابیلو سیاسي و مذهبي ګوندونو له خوا رابلل شوې په داسې حال کې تر ماښامه جاري وې، چې د دغو ډلو هیڅ کوم مشر پکې ونه لیدل شو.

د سیاسي چارو کارپوه ډاکتر خادم حسین پر دغو ګوندونو اعتراض کوي او وايي، چې د خپلې سیاسي بقا لپاره د خلکو له احساسانو ناوړه استفاده کوي او غواړي له دې لارې په ولس کې پلویان پيدا کړي.

نوموړی ددا ډول پيښو یوبل لامل تندلارې وسله والې او نورې مذهبي ډلې ګڼي، چې په خبره يې له موقع نه په استفادې سره ګډوډۍ ته لمن وهي:

"ځينې سخت دریزې وسله والې ډلې لکه القاعده، تحریک طالبان پاکستان، لشکر جهنګوي، جماعت الدعوت او نورې بې له شکه، چې په دې وطن او دې خاوره کې د یو داسې فساد جوړولو او اور بلولو هڅې کوي، چې په نتیجه کې يې دوی ته مالي او نظامي ګټې ورسیږی.

دوی له دې لارو په ولس کې ملګري پيدا کوي، مالي سرچینې پيدا کوي او بیا د خپلو اهدافو د ترسره کولو لپاره ښارونو ته مخه کوي، ددوی بله هڅه ددې سیمې اقتصاد ته زیان رسول دي، چې دا هرڅه له همدې لارو ترسره کول غواړي"


خادم حسین وايي، حکومت او عدلیه باید دغه خلک ولس ته ور وپيژني او مجازات يې کړي.

په پاکستان کې دغه مظاهرې په داسې حال کې وشوې، چې دپاکستان حکومت دجمعې ورځ (یومِ عشقِ رسول) نومولې او په ټول هېواد کې يې رسمي رخصتي اعلان کړې وه.

که څه هم مذهبي ګوندونو او عامو خلکو د حکومت دغه پریکړه ستایلې، خو د چارو کارپوهان بیا په دې باور دي، چې دغه کار په لوی لاس خلکو ته د دې ډول مظاهرو او وراني زمینه برابره کړه.

مجیب الرحمان انګار
XS
SM
MD
LG