د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۴

د افغانو ښځو پرخلاف د تاوتریخوالي د له منځه وړلو لپاره مبارزه ضروري ده


په افغانستان کې د یوې تنکۍ نجلۍ په درو وهل څرګندوي، چې په دې هېواد کې د ښځو پر خلاف د تاوتریخوالي د له منځه وړلو لپاره مبارزه حتمي ده.

د عفوې نړېوال سازمان وايی، په غزني کې سیمه ییز ملا یوه 16 کلنه نجلۍ، له یوه هلک سره د نا مشروع اړیکو په تور د عامو خلکو مخ ته په درو ووهله.

دا پيښه په افغانستان کې د نجونو او ښځو د خراب او خطرناک حالت شاهدي ورکوي.

د سنبلې پر شپږمه نیټه د غزني ولایت د جاغوري په ولسوالۍ کې د درېو ملایانو د حکم پر اساس یوه 16 کلنه نجلۍ د سلو درو په وهلو محکومه شوه.

د راپورونو پر اساس د افغانستان ولسي جرګې د دغې تنکۍ نجلۍ پر خلاف د غیر قانوني حملې په اړه تحقیقات پيل کړي دي.

په لندن کې د افغانستان لپاره د بشري حقونو د نړېوال سازمان څیړونکې حوریه مصدیق وايي، د یو کس په درو وهل که د عامو خلکو په مخکې وي او یا نه وي، په دواړو حالاتو کې يو ډير وحشیانه او ظالمانه عمل دی.

میرمن مصدیق زیاتوي، په افغانستان او نړېوال قانون کې دا ډول بې رحمانه عمل ممنوع دي او دا چې دغه نجلۍ یوازې 16 کلنه ده، دا نوره هم دغه قضیه بدتره کوي.

نوموړې د ولسي جرګې له لوري په دې اړه د تحقیقاتو کول یو لوی ګام ګڼي، خو زیاتوي، اوس افغان مقاماتو ته پکار ده، چې دا موضع تعقیب کړي او د ښځو پر خلاف د تاوتریخوالي ټولې دوسیې په همدې ډول تعقیب او حل کړل شي.

حوریه مصدیق وايي، هغه کسان چې په افغانستان کې له ښځو سره زیاتی کوي هغوي ته د جزا نه ورکول یوه عامه خبره ده، د مثال په توګه په پروان ولایت کې د نجیبې په نوم یوه ښځه سږ کال په اوړي کې د بدلمنۍ په تور په غیر قانوني توګه ووژل شوه، تر اوسه حکومت د نجیبې د دوسیې په اړه تحقیقات نه دي کړي.

د عفوې نړېوال سازمان د افغان حکومت څخه غوښتنه کوي، چې ژر تر ژره د ښځو په وړاندې د خشونت د له منځه وړلو لپاره قانوني اجراات وکړي.

د 1388 کال په اوړي کې په افغانستان کې د ښځو پر خلاف د زرو زیاتي عمل، د ښځو وهل ټکول، د جبري ودونه، په بدو کې د نجونو ورکول، پر ښځو تجاوز کول، د دې ټولو پرخلاف د جزا قانون تصویب شو، خو لا تر اوسه په پشبړه توګه نه دی اجرا شوی.

په غزني کې د سیمه ییز ملا، له لوري د 16 کلني نجلۍ په درو وهل ښيي، چې د دې هېواد په یو شمېر ولایتونو کې لا اوس هم د حکومت پر ځای غیر رسمي عدلي سیسټم اجرا کیږي.
XS
SM
MD
LG