د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۵

افغانستان، د پاکستان راکټي بریدونو مسله د امنیت شوری ته وړاندې کړه


افغان حکومت د پاکستان له خاورې څخه پر افغانستان باندي د توغندیو د بریدونو مسله بالاخره د امنیت شوری ته وړاندې کړه.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر زلمي رسول پرون د ملګرو ملتونو امنیت شوری کې خبرداری ورکړ، چې د افغانستان په ختیځو سیمو د ډیورنډ د کرښې له اغاړې د توغندیو بریدونه، د دواړو هېوادونو اړیکو ته ګواښ پېښوي:

“د دې ډول بریدونو په بندولو کې ناکامي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو د خرابیدو خطر زیاتوي او زموږ پر دوه اړخیزو همکاریو، چې د سولې، امن او اقتصادي پراختیا لپاره ضروري ګڼل کیږي، جدي منفي اغیزې کوي”.

افغان حکومت له څو میاشتو راهېسې، پاکستان په دې تورنوي، چې له خاورې یې د افغانستان په ختیځو سیمو توغندي توغول کیږي اوله امله یي د کونړ او نورستان په ځینو ولسوالیو کې خلکو ته د سرومال تاوانونه اوښتې دي .

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د ملګرو ملتونو امنیت شوری ته وویل، دا راکټي بریدونه باید سمدستي بند شي.

پاکستان په تېر وخت کې تل ادعا کوله، چې د افغانستان په ختیځو سیمو کې هغه پاکستاني طالبان پټ دي، چې په پاکستان کې دننه بریدونه کوي.

د ملګرو ملتونو امنیت شوری کې د افغانستان د بهرنیو چارو د وزیر زلمې رسول د څرګندونو په مهال د کونړ چارواکو وویل، په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د پاکستان له خاورې څخه ۱۱۴ توغندي په دې ولایت لګیدلي، خو ځاني تلفات یي نه درلودل.

د دې ولایت د والي ویاند واصف الله واصفي نن ازادي راډيو ته وویل، چې پاکستانې توغندي په سور کمر، کچلي او نورو سیمو لګیدلې دي.
XS
SM
MD
LG