د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۹

"د امریکا حکومت له بشري حقونو سرغړاونه کړې"


د نړېوال عدالت په نوم یوې شبکې په ګوانتانامو او بګرام کې پر بندیانو زور زیاتي ته په پام د امریکا حکومت له بشري حقونو څخه په جدي سرغړاونې تورن کړ.

د دې شبکې اجرایوي مشرې او مدافع وکیلې تینا فوسټر د جمعې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې په تیرو لسو کلونو کې په بګرام او ګوانتانامو کې بندیان هیڅ ډول عدالت او محاکموته لاس رسۍ نه لري او دا د دې په خبره د ټولو نړېوالو معیارونو خلاف کار دی.

تینا فوسټر وویل، چې امریکایی ځواکونو په بګرام او ګوانتانامو کې پر بندیانو راز راز زور زیاتی کړی او په څرګنده یې د هغوی حقوق تر پښو لاندې کړی دی:

"هو موږ دا تاییدو کله چې په امریکا کې د سپتمبر د یوولسمې نیټې پیښه وشوه، امریکا سلګونه تنه ونیول او هغوی یې بندیان کړل.

دوی یې په بګرام زندان کې په بېلابېلو ډولونو زورولي او شکنجه کړي ان یو شمېر یې د شکنجو له لاسه مړه شوي هم دي.

په بګرام کې، چې کوم کسان بندیان دي عادلانه محاکمو ته لاس رسۍ نلري دا د امریکا د حکومت لخوا له بشري حقونو څخه څرګنده سرغړاونه ده.

مونږ د امریکایانو په توګه دا مسایل تعقیبوو او شرم احساسوو چې ولي زمونږ حکومت په داسې ناوړو مسایلو کې ښکیل دی".


د نړېوال عدالت د شبکې اجرایوي مشرې څرګنده کړه، چې په بګرام کې د امریکایی ځواکونو له خوا د څه باندې شپږ سوو بندیانو ساتل د افغانستان او امریکا ترمنځ د شوې موافقې خلاف عمل دی.

تینا فوسټر دغه راز د افغان حکومت له خوا د امریکا د هغه وړاندیز د ردولو هرکلۍ وکړ، چې باید په افغانستان د اداري توقیف په نوم سیسټم رامنځ ته شي چې پراساس یې د دې په خبره په خپله خوښه او استبدادي ډول مشکوک خلک تر نامعلومې مودې پورې په بند کې ساتل کیږي.

دې وویل، چې سربیره پر څه باندې شپږ سوو بندیانو اوس هم کابو پنځوس تنه افغان بندیان د اداري توقیف په توګه په بګرام زندان کې له امریکایی ځواکونو سره دي.

د دې په خبره څه باندې پنځوس تنه بهرنيان، چې ډیر شمېر یې پاکستاني او د عربي هیوادونو اتباع دي هم په بګرام کې هر ډول حقوقي او عدلي خدمتونو ته له لاس رسۍ پرته له امریکایی ځواکونو سره بندیان دي.

امریکایی چارواکو تر دې وړاندې ویلي چې په بګرام کې له دوی سره هغه کسان بندیان دي چې له وسله والو طالبانو او یا هم القاعده شبکې سره اړیکې لري خو د نړیوال عدالت د شبکې د دې تازه څرګندونو په اړه امریکایی چارواکو څه نه دي ویلي.

په عین حال کې د افغانستان د بشري حقونو د سازمان چارواکي دا ښه اقدام بولي چې په دې هیواد کې د اداري توقیف په نوم سیسټم رامنځ ته نشي،د دې سازمان رییس لعل ګل لعل آزادي راډیو ته وویل چې افغان حکومت د بګرام زندان د سپارلو په اړه د افغانستان او امریکا ترمنځ د ښه شفافیت لپاره باید پرشوې موافقې له سره کتنه وکړي:

"دا موږ له نیمګړتیاوو ډکه بولو، که چیرې په همدې بڼه عملي کیږي نو په راتلونکې کې به نورې شخړې هم را پورته شي.

دې ته اړتیا شته چې د دې تفاهم لیک په اړه له سره کتنه وشي ترڅو هغه نیمګړتیاوې یې چې د افغانستان د قوانینو د بشري حقونو او نورو نړیوالو قوانینو خلاف دي،هغه اصلاح او ترې و ایستل شي".


د بګرام زندان چارې کابو دوه اونۍ مخکې له امریکایی ځواکونوڅخه افغان امنیتی ځواکونو ته وسپارل شوې چې پراساس یې اوس د دې زندان درې زه اتیا بندیان د افغان ځواکونو لخوا ساتل کیږي.

خو لاهم څه باندې شپږ سوه افغان بندیان چې د دواړو هیوادونو ترمنځ له شوې موافقې وروسته د امریکایی ځواکونو لخوا نیول شوي په بګرام کې له امریکایی ځواکونو سره دي او دې مسالې د افغانستان او امریکا ترمنځ ډیرې ناندرۍ او جدي بحثونه هم را پورته کړیدي.
XS
SM
MD
LG