د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۱

په پاکستان کې د امریکايې فلم پر ضد درنې مظاهرې روانې دي


په پاکستان کې د هغه امریکايي فلم پرضد مظاهرې روانې دي، چې په کې د اسلام ستر پيغمبر ته سپکاوی شوی دی.

نن سهار په راولپنډۍ، اسلام اباد، لاهور، کراچۍ، پيښور او نورو لویو و وړو ښارونو کې پيل شوې مظاهرې په وقفه ييز ډول دوام لري.

مظاهره کوونکیو د امريکا پر ضد شعارونه ورکول او د دې هېواد له دولته يې د فلم د جوړوونکي او لوبغاړو د محاکمې غوښتنه کوله.

د پاکستان دولت د همدې پيښې په تړاو نن په ټول هېواد کې عمومي رخصتي اعلان کړې.

په عین حال کې په پاکستان کې د ژوندانه ټولې چارې په ټپه ولاړې دي، مارکیټونه، د تیلو او ګازو ستیشنونه، ښاري او بار وړونکي ترانسپورت بند دی .

همدا شان له سهار وختي راهیسې د پيښور، کوټې، کراچۍ، لاهور او اسلام اباد په ګډون په پنځلسو ښارونو کې د مبایل شبکې هم بندې دي.

د دې هېواد دولتي رادیو د کورنیو چارو وزارت له قوله ویلي، چې د مبایل شبکې د دوی په امر بندې کړی شوې دی، څو ترهګر په ورانکارو فعالیتونو کې ترې ګټه وانخلي.

له سهاره پیلو شویو مظاهرو د جمعې تر لمانځه وروسته زور واخیست، چې په ځینې ښارونو کې په تاوتریخوالي هم واوښتې.

په دغو مظاهرو کې د پولیسو او مظاهره کوونکیو ترمنځ اخ و ډب رامنځته شوی، چې په نتیجه کې يې يو ژورنالیست وژل شوی او یو شمېر مظاهره کوونکي او پولیس په کې ټپيان شوي دي.

تر ټولو خونړۍ او زیانموونکې مظاهرې په پيښور کې شوې دي، چې په نتیجه کې يې د یوه خصوصي تلویزیون یو خبريال وژل شوی او اووه تنه مظاهره کوونکي په کې ټپيان شوي دي.

همدا شان مظاهره کوونکیو دوه سینماوې وسوځولې، او ګڼ شمېر خصوصي املاکو ته يې سخت زیان واړاوه.

بل خوا په راولپنډي کې هم یو شمېر دولتي او خصوصي املاکو ته زیان اړول شوی دی.

بل خوا حکومت وايي، د هر ډول تاوتریخوالي د مخنیوي په هدف يې په پيښور او کراچۍ کې د امريکا کونسلګريو ته تلونکې ټولې لارې تړلي او ګڼ شمېر امنيتي سرتیري يې ځای پر ځای کړي دي.

له دې وړاندې د پنجشنبې پر ماښام د اسلام اباد د حساسو سیموچې د جمهوري ریاست ماڼۍ، عظمی صدارت او بهرني سفارتونه پکې واقع دي امنیت پوځ ته سپارل شوی.

د جماعت اسلامي، جمعیت علمای اسلام، تحریک انصاف او په لسګونو نورو لویو او وړو سیاسي ومذهبي ډلو د جمعې تر لمانځه وروسته د پراخو مظاهرو ترسره کول اعلان کړي دي او له خپلو پلویانو يې غوښتي، چې د اسلام له ستر پيغمبر سره د مینې څرګندونې په هدف دې په دغو مظاهرو کې ګډون وکړي.

همدا شان د جمعې په خطبو کې ملا امانانو ددغه فلم پرضد ویناوې وکړې او له پاکستانه يې غوښتنه کوله چې ددې پيښې په غبرګون کې دې له امريکا سره هر ډول سفارتي اړيکې پرې کړي.

ځینې ملتپال سره له دې، چې د دا ډول فلم په خپریدو سخت خواشیني دي، خو د پاکستان د دولت تګلاره دوه مخې بولي او وايي، چې تیر کال يې د مومندو په قبايلي سیمه کې د امريکايي ځواکونو په یوه برید کې د خپلو څلریشتو پوځيانو تر وژنې وروسته له امريکا سره هر ډول اړیکې وشلولې او د افغانستان په باب له یوه نړیوال تاریخي کنفرانسه يې پریکون اعلان کړ.

خو دمګړۍ يې د بهرنیو چارو وزیره په واشنګټن کې له امريکايي مقاماتو سره په خبرو اترو لګیا ده او هڅه کوي، څو د امریکا د دریدلو مالي او نورو مرستو لړۍ بیرته فعاله شي.

د دغه امریکايي فلم پرضد د مظاهرو دغه لړۍ به نه یواځې نن بلکې په راتلونکیو ورځو کې هم روانه وي، خو یوشمیر علماوو د دولتي او خصوصي تلویزیونونو له لارې پر خلکو غږ کړی، چې له هرډول تاوتریخوالي او خصوصي و دولتي املاکو ته له زیان رسولو دې ډډه وکړي.

مجیب الرحمان انګار
XS
SM
MD
LG