د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۱

ترکیې په کابل کې د ایساف د قومندانۍ مسوولیت د یوه بل کال لپاره ومانه


ترکیې پرون د یو بل کال لپاره په کابل کې د ناټو په مشرۍ د نړېوالو ځواکونو د سیمه ییزې حوزې د قرارګاه قومانده په غاړه واخیسته.

ترکیه، چې د ناټو په غړو کې یوازینی اسلامي هېواد دی د 2009 کال له نوامبر میاشتې راهیسې د کابل د حوزې د چارچاپېره سیمو د امنیتي چارو مسوولیت په غاړه لري.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د افغانستان خاص موقعیت او په دې هېواد کې د امنیت او ثبات په ټینګولو کې د کابل د سیمه ییزې قوماندانۍ مهمې ونډې ته په پام سره ترکیې، چې د افغانستان له خلکو سره یې نژدې اړیکي جوړ کړي دي، پرېکړه کړې، چې پوځ به یې د سیمه ییزې مرکزي قرارګاه د قوماندې مسوولیت د یوه بل کال لپاره یعنې د 2013 کال تر نوامبر پورې په غاړه اخلي.

د ایساف د مرکزي حوزې قرارګاه د پلازمېنې کابل او شاوخوا سیمو د امنیت او بیارغونې د چارو مسوولیت په غاړه لري.

ترکیه په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د ايسف ځواکونو په چوکاټ کې شاوخوا یوزرو اته سوه 1800 سرتېري لري.

د ناټو د نورو غړو هېوادونو برعکس په افغانستان کې د ترکیې پوځي ماموریت یوازې په ګزمو کې خلاصه کېږي او ځواکونه یې په محاربوي عملیاتو کې ګډون نه کوي ځکه انقره په افغانستان کې د وسله والو مخالفینو پر ضد پوځي عملیاتو ته اجازه نه ورکوي.

ترکي پوځیان همدا راز د افغانستان د امنیتي ځواکونو په روزنه کې مهمه ونډه لري.

د ترکيې مشرانو ویلي، چې د خپلو پوځونو د اېستلو کوم پلان نه لري او سرتېري به یې ترهغه وخته په افغانستان کې پاتې شي، چې ورته اړتیا وي.

ترکیه له افغانستان سره تاریخي نژدې اړیکي هم پالي او په تېرو لسو کلونو کې یې د امنیت او بیارغونې په چارو کې له افغانستان سره د پام وړ مرستې کړې دي.

همدا راز په قطر کې د سولې له روانو خبرو اترو مخکې، ویل کېدل، چې ترکیه له وسله والو طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره د افغان حکومت په هڅو مهم رول لوبوي.
XS
SM
MD
LG