د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۷

نۍ: افغانستان د رسنیو د اخلاقو په برخه کې رسمي لارښود نه لري


په افغانستان کی له ازادو رسنیو څخه د ملاتړ اداره یا نۍ وایی، له خبریالانو سره د زور زیاتي ځینې پیښې په هېواد کې د خبریالانو د ملي اخلاقو په اړه د یوه لارښود او نظام د نشتوالي له امله رامنځ ته شوي.

د نۍ ادارې اجرایوی ریس عبدالمجیب خلوتګر د پنجشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، دوی له خبریالانو سره د تاوتریخوالي د کمولو لپاره د افغانستان د خبریالانو لپاره د ملي اخلاقو د نظام نامې یوه مسوده ترتیب کړې ده.

نوموړي وویل، په یاده مسوده کې داسې اصول ځای پرځای شوي دي، چې د رسنیو په قانون او د ژورنالیزم په نړېوالو اصولو کې یادونه نه ده شوې.

د اخلاقو لپاره په دې مسوده کې په بې طرفۍ، کره والي، ملي ګټو ته په درناوی، انساني کرامت ته په درناوی او د رسنیو له خوا د تعلیمي پروګرامونو په خپریدو ټینګار شوی دی.

په همدې حال کې یو شمېر افغان خبریالان، چې مسوده یې کتلې، هغه تاییدوي او د عملي کولو غوښتنه یي کوي.

له ازادو رسنیو نه د ملاتړ د ادارې مسولین په داسې حال کې ژورنالستانو ته د ملي اخلاقو په اړه د یوې مسودې د جوړیدو خبره کوي، چې په دې وروستیو کې د افغانستان د رسنیو د سرغړونو او څار ادارې دوه خصوصي تلویزیونونه لویې څارنوالۍ ته ور وپيژندل.

په دغو تلویزیونونو هم هغه تورونه دي، چې پخوا هم په ځینو نورو لګیدلي دي، یعنې د چارواکو په وینا د داسې پروګرامونو خپرول، چې له اسلامي ارزښتونو او افغاني دودونو سره په ټکر کې دي.
XS
SM
MD
LG