د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۳

چین افغانستان ته سل امبولانسونو ورکړل


چین د افغانستان د عامې روغتیا وزارت سره د سلو امبولانسونو مرسته وکړه، د عامې روغتیا وزیرې داکټرې ثریا دلیل وویل، دا امبولانسونه به په مرکز او ولایتونو کې د امبولانس د کموالي ستونزه کمه کړي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکي دا امبولانسونه خلکو ته د روغتیایی خدماتو په رسولو کې ښه اقدام ګڼي او هیله ښيی، چې د هېواد په مرکز او ولایتونو کې به د امبولانسونو د کموالي ستونزه کمه کړي.

د عامې روغتیا وزیرې ډاکترې ثریا دلیل د پنجشنبې په ورځ په افغانستان کې د چین له سفیره د امبولانسونو د تسلیمیدو پر مهال وویل، دا امبولانسونه د ناروغ د خوندي لیږدیدو په مجهزو وسایلو سمبال او د روغتیایي خدماتو رسول به اسانه کړي:

«دا امبولانسونه په ځانګړي توګه د ناروغ د لیږدیدو لپاره جوړ شوي، په ټولو ولایتونو به په عادلانه توګه تقسیم شي، په دې ځیني ولسوالۍ هم شاملې دي.

دا امبولانسونه به په مرکز او ولایتونو کې د امبولانس د کموالي ستونزه کمه کړي.»

د دې امبولانسونه مجموعي ارزښت څلور میلیونه ډالره وښودل شو، د عامې روغتیا وزارت چارواکو ته د دې امبولانسونو د سپارلو پر مهال
په افغانستان کې د چین سفیر« شي، في، هونګ» وویل، افغانستان یې تاریخي دوست دی او د خپلو تیرو مرستو په څیر به په راتلونکې کې هم ورسره مرستې هم وکړي.

د دې وزارت چارواکو دا هم وویل، افغان امبولانس شپه او ورځ فعال او هېواد وال کولای شي، چې د ضرورت په وخت کې« یوسلودوه نمره» د ایله او د پیښی ځای ته امبولانس وغواړي.

د دې هڅو سره سره ځیني خلک په بشپړه توګه د امبولانسونو له خدماتو راضی نه دی او هیله کوي، چې امبولانسونه دې زیات او فعالیت دې پراخ شي:

«زما نوم ذبیح دی، امبولانسونه شته خو پیښې زیاتې دي او کفایت نه کوي
زما نوم فریداله، که امبولانسونه زیات هم وي، د سړکونو د بندیدو له امله پر وخت د پیښی ځای ته نه شي رسیدلای.

زما نوم ښایسته خان دی، هر څومره امبولانسونه زیات او فعال وي، ناروغ ته ژر رسیږي او د مړینې خطر یی کمیږي، خو په اوسني حال کې شته امبولانسونه کافي نه دي.»

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، هر کال په نړۍ کې په ترافیکو پیښو کې یو اعشاریه درې میلیونه خلک مړه او کابو پنځوس میلیونه په کې ټپیان کیږي، چې نوي فیصده یي د پرمختګ په حال کې هېوادونو کې وي.

د عامې روغتیا وزیرې وویل، په یوزرو درې سوه نوییم لمریزکال کې د افغاننستان په ترافیکي پیښو کې څلورسوه دیرش مړه شاوخوا پنځویشت زره ټپیان شوي دي.

خلک وایي، په هېواد کې ترافیکي او د ناامنیو پیښو زیاتې شوي او پکار ده، چې روغتیایي خدماتو ته یې پراخ تدابیر ونیول شي.

راپور: خان محمد، سیند
XS
SM
MD
LG