د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۳

"له ۱۰ کاله جګړې وروسته اوس افغانانو ته امنیتي مسولیتونه سپارل، یو حیاتي ارزښت لري"


سپینې ماڼۍ په یوې اعلامیه کې ویلي، د امریکا او افغانستان ولسمشرانو د افغان سرتیرو له خوا پر نړېوالو عسکرو د حملو او په دواړو هېوادونو کې د پارونکو موادو د خپریدو د مخنیوي په لارو چارو خبرې وکړې.

له پارونکو موادو څخه د هغه فلم خپریدل دي، چې په اسلامي نړۍ کې يې د ولسونو غصه او عکس العملونه پارولي دي.

دواړو مشرانو دغه راز د ۲۰۱۴ کال په پای کې له افغانستان څخه د نړېوالو ځواکونو د وتلو او افغان لوري ته د بشپړو امنیتي مسولیتونو د سپارلو پر موضوع هم خبرې وکړې.

د ولسمشر کرزي او جمهور رئیس باراک اوباما ترمنځ دغه ویډویي غونډه د افغانستان د سولې د عالي شورا د وژل مشر برهان الدین رباني د لومړي تلین د لمانځلو سره سمون درلود او باراک اوباما په دې مناسبت ولسمشر کرزي او د افغانستان ته د تسلیت پیغام ورکړ.

په عین حال کې د سپینې ماڼۍ ویاند د دریو امریکايي سناتورانو دا غوښتنه چې د افغان ځواکونو له لیکو څخه پر نړېوالو سرتیرو د حملو له زیاتوالي له امله باید له افغانستان څخه د امریکايي عسکرو د وتلو پروسه ورو شي، رد کړه.

دریو جمهوري غوښتونکو سناتورانو جان مکین، لیندسي ګراهم او جو لیبرمن له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو په پروسه کې د یوه ستراتیژیک بندښت غوښتنه کړې، څو د افغان ځواکونو له لیکو څخه د حملو موضوع وڅیړل شي.

دغو سناتورانو ویلي، د امریکا حکومت په جګړه کې د ښکیلو قومندانانو د غوښتنې په مقایسه کم سرتیري په افغانستان کې ساتلي او اوس د قومندانانو د پیشنهاد بر عکس غواړي له دې هېواد څخه په چټکۍ سره خپل ځواکونه وباسي.

خو د سپیني ماڼي ویاند جي کارني وايي، د اوباما اداره له دې نظر سره موافق نه ده .نوموړي ویلي د امریکا حکومت په دې باور ده، چې له لس کاله جګړې وروسته اوس باید امنیتي مسولیتونه افغانانو ته وسپآرل شي او جګړه پای ته ورسیږي.

جي کارني ویلي، د افغان سرتیرو له خوا پر خپلو بهرنیو متحدانو د حملو زیاتوالي د اندیښنې وړ دی او د مخنیوي لپاره يې جدي کار شوی، خو د هغه په وینا دا پیښې به د افغانستان لپاره د امریکا په ماموریت کې کوم بدلون رامنځته نکړي.
XS
SM
MD
LG