د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۵

"د افغان حکومت پرخلاف جګړه، د اسلام پرضد جګړه ده"


د ولسي جرګې غړي او پخواني جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف
د ولسي جرګې غړي او پخواني جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف
د ولسي جرګې غړي او پخواني جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف د افغان حکومت پرخلاف د وسله والو طالبانو اوسنۍ جګړه د اسلام او مسلمانانو پرضد جګړه وبلله.

سیاف، چې نن د سولې عالي شورا د پخواني مشر برهان الدین رباني د وژل کیدو په لومړۍ کلیزه کې خبرې کولې وویل، چې دغه جګړه له بهر څخه رهبري کیږي او هدف یې د افغانستان ورانول دي:

"دغه مسلمان کشي نه بلکې اسلام کشي ده، مخالفین دعوه کوي چې د بهرنیانو پر ضد جنګیږي، خو په دې باید ټول پوه شي چې دوی دروغ وایي.

دغه دروغجن دې خدای په غضب ګرفتار کړي، هغه کسان چې له دوی سره مرسته کوي د قیامت په ورځ به د خدای له رحمت څخه بې برخې وي."


په دې مراسمو کې يو شمېر لوړ پوړو دولتي چارواکو، د سولې د عالي شورا غړو او د دولت اپوزیسیون یا سياسي مخالفينو هم ګډون درلود.

په دې غونډه کې د سولې د عالي شورا رییس او د استاد رباني زوی صلاح الدین رباني غوښتنه وکړه، چې د استاد رباني د وژل کیدو دوسیه باید په جدي توګه وڅیړل شي او په دې برخه کې خلکو ته په واضح ډول معلومات وړاندې شي.
XS
SM
MD
LG