د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۹

په لغمان او ننګرهار کې د امریکايي فلم پر ضد سوله ییزې مظاهرې


نن سهار شاوخوا اته نیمې بجې د ننګرهار پوهنتون په سلګونو محصلینو په امريکا کې د جوړ شوي فلم په اعتراض، چې په کې د اسلام ستر پيغمبر ته سپکاوى شوى په لاریون لاس پورې کړ او د کابل ـ جلال اباد لویه لاره يې د یوه ساعت لپاره بنده کړې وه.

دغه محصلین، چې تور، شين او سپين رنګه بیرغونه ورسره و سوله ییز لاریون وکړ او د امریکا پرضد يې شعارونه ورکول.

بل خوا د لغمان په الینګار ولسوالۍ کې هم سلګونو ځايي خلکو په امریکا کې د خپور شوي فلم پر ضد مظاهره وکړه.

دوی د امريکا او هغو کسانو پر ضد شعارونه ورکړل، چې په يوه فلم کې يې د اسلام ستر پيغمبر حضرت محمد (ص) ته سپکاوى کړى.

مظاهره کوونکي وایی، چې امريکا باید د دې فلم جوړونکي محاکمه کړي.

د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک ازادي راډیو ته وویل، چې مظاهره سوله ییزه وه او تر یوه ساعت پورې يې دوام وکړ.

له دې وړاندې هم په ننګرهار کې په وار وار سره په امریکا کې د جوړ شوي فلم په اعتراض لاریونونه شوي وو.
XS
SM
MD
LG