د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۹

"ډیر ژر به د یو شمېر ولایتونو لپاره نوي والیان اعلان شي"


بشیر بهرام
بشیر بهرام
د سیمه ییزو ارګانونو اداره وایی، چې ډیر ژر به د یو شمېر ولایتونو لپاره نوي والیان اعلان شي.

د دې ادارې ویاند بشیر بهرام د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، چې دا ځل نوې څیرې په پام کې نیول شوي او هیله ده، چې له دې نویو ټاکنو سره د دې ولایتونو په چارو کې هم ښه والی راشي.

بهرام څرګنده کړه، چې دا اوه تنه والیان د کمزوري مدیریت، د خلکو د شکایتونو او په دې ولایتونو کې د بېلابېلو ستونزو له امله له دندو ګوښه کیږي.

له بشیر بهرام سره په کابل کې د ازادي راډیو خبریال نسیم شفق مرکه کړې:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:40 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG