د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۳

"د سوریې کړکیچ ټولې سیمې ته ګواښ پېښ کړی دی"


د سورېې لپاره د ملګرو ملتونو استازۍ لخضر ابراهیمي
د سورېې لپاره د ملګرو ملتونو استازۍ لخضر ابراهیمي
د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو او عربي ټولنې ځانګړی استازی لحضر ابراهیمي وايي، د سوریې کړکیچ له یوې ورځې بلې ته زیاتیږي او د ټولې سیمې سولې او ثبات ته یې ګواښ پېښ کړی دی:

"وضیعت له بد بدتریږي او دا سیمې ته ستر ګواښ دی، دا ډول شخړې په یو هېواد کې نه پاتې کیږي او تل نورو سیمو ته خپریږي.

نمونه یې همدا په سلګونه زره کډوال دي، چې ګاونډي هېوادونه بې ثبانه کوي او یا یې ثبات ته ګواښ پېښوي."


لحضر ابراهیمي یو وار بیا په سوریه کې پر ښکیلو ډلو غږ وکړ، چې د دې کړکیچ د هواري لپاره په ګډه کار وکړي:

"هغه څه، چې زه یې په ډیره جدي او قوي توګه ویلای شم دا دي، چې وضیعت ډیر خراب دی او نور هم خرابیږي او ښه کیږي نه.

په دواړو خواوو کې ولاړ سوریایان وخت په وخت وايي، چې موږ ډیر زر ګټونکي یوو، په درې میاشتو او یا دوه میاشتو کې ...زه فکر نه کوم چې دا دې ريښتیا وي.

زه فکر نه کوم، چې یو لورې دې هم اوس یا په راتلونکې کې ګټونکی وي."


ابراهیمي دا څرګندونې د الجزیرې تلویزون ته وروسته له هغې وکړې، چې د اردن په مفرق کې د سوریې څخه د تښتیدلو کډوالو د زاتاري کمپ ته ورغی او هلته یې له کډوالو سره وکتل.

راپورونه وايي، کله چې د ابراهمي موټر له دې کمپ څخه، چې د تقریبا در ویشت زرو سوري کډوالو کور دی ووت، د کډوالو یوې ډلې یې پر موټر کاڼي وورول .

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې د سوریې کړکیچ د دې هېواد څخه دوه نیم سوه زره کسان تېښتې ته اړ کړي، چې ګاونډيو هېوادونو ته کډوال شوي دي.

لحضر ابراهیمي په اردن کې دې کمپ ته یوه ورځ وروسته له هغې ورغی، چې په قاهره یې د عربي ټولنې د منشي نبیل العربي سره وکتل.

لحضر ابراهیمي وروسته له هغې، چې د کوفي عنان پر ځای د سوریې لپاره ځانګړی نړېوال استازی ټاکل شوی د لومړي ځل لپاره یې څلور ورځې مخکې د سوریې له ولسمشر بشار الاسد سره هم په دمشق کې کتلي.

بل خوا په سوریې کې دننه مخالفو وسلوالو ویلي دي، چې د سې شنبې په ورځ یې د ترکیې سره په پوله د اوښتو را اوښتو په یوه لاره حکومتي ځواکونه مات کړي دي .

ترکي چارواکو ویلي دي، چې ځینې مردکي د دوی په خاوره کې هم په ځینو کورونو لګیدلي، چې لږ تر لږه یو کس یې په ترکیه کې ټپي کړی دی .

مخالفو وسلوال د ترکیې سره په شمالي پوله هم د اوښتو را اوښتو دوه لارې له حکومتي ځواکونو نیولې دي .

په عین حال کې د بخښنې نړېوال سازمان د سوریې حکومتي ځواکونه په ملکیانو د بریدونو له کبله په جدي بشري سرغړاویو تورن کړي دي.
XS
SM
MD
LG