د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۸

په بلوچستان کې پر شعيه زيارت کوونکيو بريد شوی


د بلوچستان په مستونګ سيمه کې د هغو شعيه زيارت کوونکيو پر بس بمي بريد شوى، چې له ايرانه تر را ستنېدو وروسته کوټې ښار ته د را ستنېدو ته په حال کې وو. د بريد په نتيجه کې پينځه تنه وژل شوي او د درېيوو پوليسو په شمول شاوخوا لس تنه په کې ټپيان شوي دي.

د سې شنبې په ماښام د کوټې ښار جنوب لور ته په پينځوس کيلوميټرۍ کې د مستونګ په غونجه ډوري سيمه کې يو مساپر بس تر بمي بريد لاندې راغى، چې د بلوچستان له تفتان ښاره د کوټې پر لور را روان وو.

د ځينو عيني شاهدينو په وينا له چاودنې سره سم پر بس د اور سرې لمبې را وګرځېدې او مساپرو ښيښې ماتې کړې او له بسه په را وتلو سره يې خپل ژوند و ژغوره.

په بس کې سپاره کسان شعيه زيارت کوونکي وو، چې له ايرانه تر را ستنېدو وروسته د لېويز پوليسو په بدرګه را روان وو، چې ناببره زوروره چاودنه پرې وشوه. د مستونګ سيمې انتظامي مسوول عرفان غرشين وايي د چاودنې له امله د لېويز پوليسو موټر هم په بشپړه توګه ويجاړ شوى او د چاودنې له ځايه يې د يوه بل الټو موټر ټوټې هم تر لاسه کړي خو دا نه شي ويلاى چې چاودنه د ريموټ کنټرول په وسيله تر سره شوې که ځانوژونکى بريد وو:

"سمدستي دا نه شو ويلاى، چې دا به ځانوژونکى بريد وو که به ځاى پر ځاى شوى بم چاودلى وي، البته د چاودنې له ځايه مو د يوه بل الټو موټر ټوټې تر لاسه کړي دي، اوس دا نه شو ويلاى چې دغه موټر به له بسه سره جنګول شوى وي که به د سړک له غاړې ولاړ وو، ځکه په مځکه کې يې کډى هم جوړ کړى، نو لومړنۍ پلټنې خو دا ښيي چې موټر له بسه سره جنګول شوى دى."

په چاودنه کې پينځه تنه وژل شوي او د درېيوو لېويز پوليسو، څو مېرمنو او ماشومانو په شمول لس تنه په کې ټپيان شوي دي چې لومړى د مستونګ سيمې دولتي روغتون ته او وروسته د کوټې نظامي روغتون ته را انتقال کړاى شول چې په هغوى کې د يوه ماشوم حالت نازک ښوول شوى.
د مستونګ لېويز پوليس وايي په بس کې شاوخوا دېرش تنه سپاره وو. د پاکستان د داخله چارو وزير رحمن ملک د مستونګ په سيمه کې د شعيه زيارت کوونکيو پر بس تر بريد وروسته په اسلام اباد کې له رسنيو سره په خبرو کې وويل، چې دا ډول بريدونه د پاکستان د دوښمنانو له خوا تر سره کېږي:

"ستاسې به په ياد وي ما دوې اوونۍ مخکې ويلي وو، چې په کوټه او پېښور کې به چاودنې کېږي، دا دى چې په کوټه کې يې زموږ شعيه زيارت کوونکي په يوه بريد کې و وژل، زه فکر کوم هر هغه څوک چې په دغو اعمالو کې لاس لري هغوى سم دم د پاکستان ناکراره کولو ته ملا تړلې ده"

په مستونګ کې د شعيه زيارت کوونکيو پر بس د بريد مسووليت کومې وسلوالې ډلې نه دى منلى، خو تر وړاندې هم په وار- وار په همدې مستونګ سيمه او کوټه کې پر شعيه زيارت کوونکيو وسلوال بريدونه شوي، چې لشکر جنګوي سني ډلې يې مسووليت منلى دى.

بارکوال مياخېل- کوټه
XS
SM
MD
LG