د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۵

حکومتي چارواکي د ولسمشر کرزي له اجازې پرته بهر ته سفر نه شي کولای


د افغانستان د جمهوري ریاست د چارو ادارې د جوړې کړې طرحې له مخې هر لوړ پوړی دولتي چارواکۍ اړ دی څو د خپل شخصي او رسمي سفر لپاره د جمهور رییس اجازه واخلي.

د چارو ادارې په وینا دغه طرح د وزیرانو شورا له خوا تصویب شوې او دا مهال په ټولو لوړ پوړو دولتي چارواکو پلي کیږي.

د چارو ادارې د انسجام او ارزیابۍ مرستیال نجیب الله امین په دې هکله د سې شنبې په ورځ خبریالانو ته معلومات ورکړل.

"د حکومتدارۍ یو مهم اصل په ادارو کې د کارونو د تر سره کولو لپاره د لومړی درجې مسوولینو شتون دی.

د چارو ادارې د ولسمشر حامد کرزي په لارښوونه بهرنیو هیوادونو ته د لوړ پوړو دولتي چارواکو د سفر طرزالعمل جوړ کړی؛ چې له مخې یې وروسته تر دې هېڅ وزیر، هیڅ معین، هیڅ رییس او هیڅ یو لوړ پوړی دولتي چارواکی نه شي کولی؛ د ولسمشر له اجازې پرته بهرنیو هیوادونو ته لاړ شي.

هر بهرني هیواد ته چې دوی ځي د یو میکانیزم او پروسې له مخې به ځي."


نوموړي ازادي ډیو ته وویل، چې دغه بندیز د وزیرانو، معینان، رییسانو په ګډون له لومړي دولتي بست څخه تر څلورم بست پورې لګول شوی دی.

فکر کیږي، چې د جمهور رییس په امر د دې نوې طرحې د جوړېدو هدف به د هغو خپلسرو او ډیرو سفرونو مخنیوی وي؛ چې د افغانستان دولت چارواکي یې کوي.

څه موده مخکې افغان ځواکونو ته د امنیت د انتقال د پروسې رییس اشرف غني احمدزي هم په همدې اړه شکایت وکړ او له جمهور رییس نه یې وغوښتل؛ چې مخه یې ونیسي.

هغه وویل، د چهارشنبې او پنجشنبې په سهار له کابل هوايي ډګره الوتکې له هغو چارواکو نه ډکې پورته کېږي، چې د چکر او ساعت تیرۍ لپاره بهرنیو هیوادونو ته ځي.

"زموږ وزارتي کارپوهان هره ورځ بهر ته منډې وهي، معیار د دې مملکت د ستونزو څه دی؟

چهارشنبې او پنجشنبې ورځو په سهار الوتکو ته وګورئ، چې له چا نه ډکې دي او چیرته ځي؟ دوبۍ ته ځي، ډهلي ته ځي، اسټانبول ته ځي او نورو ځایونو ته ځي.

کله دوی په ولایتونو ګرځي. زموږ غوښتنه له ولسمشر او ټولې کابینې نه دا ده؛ چې یو دوه کاله داخل د افغانستان ته راشي."


بل خوا د سیاسي چارو یو شمېر کتونکي هم د چارو ادارې د دې کار هر کلی کوي؛ خو وایي، چې باید دغه پریکړه ډیره مخکې شوې وای.

د سیاسي چارو کارپوه طوفان وزيري، د سې شنبې په ورځ آزادۍ راډیو ته وویل؛ چې که یو وزیر یا والي د جمهور رییس له اجازې پرته بهر ته سفر کوي د دې امکان هم شته؛ چې ځینې بهرني استخبارات ترې ناوړه ګټه واخلي.

"زه فکر کوم چې دا پریکړه باید ډیره مخکې شوی وای. زه فکر کوم، چې دا پرځای اقدام دی او د هیواد د قوانینو پر بنسټ باندې دی.

دا ستونزه هم چې د ولسمشر او لوړ پوړو چارواکو تر منځ رامنځ ته شوې وه؛ نو علت یې دا و، چې دوی خپل اکثرو سفرونو په هکله ولسمشرته نه وو ویلي.

ممکن هلته د ځینو استخباراتي کړیو سره د دوی تماسونه یا خودسرانه کنفرانسونو کې ګډون د دې سبب شوي وي چې ولسمشر دا پریکړه وکړه."


پخوا تر دې ځینې داسې راپورونه هم ورکړل شوي وو، چې ولسمشر حامد کرزي څو څو ځلې بهرنیو هیوادونو ته د ځینو وزیرانو او والیانو په خپلسرو سفرونو غوصه ښودلې ده.

خو تراوسه څرګنده نه ده، چې ایا حکومت به یو مخ د هغو سفرونو مخه ونیولای شي؛ چې ځینې وزیران، والیان او جګپوړي چارواکي یې په خپل سر بهرنیو هیوادوته کوي.

راپور: جمیله ظریف
XS
SM
MD
LG