د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۷

د ټاکنو د قانون پر سر د عدلیې وزارت او د ټاکنې کمېسیون اختلافات لري


په افغانستان کې د انتخاباتو د قانون د نوې طرحې پر سر د انتخاباتو د خپلواک کميسیون او د عدلیې وزارت ترمنځ اختلافات راپورته شوي دي.

دغه نوې طرحه د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون له خوا برابره شوې ده.

د انتخاباتو د کمېسیون چارواکي وايي، چې د انتخاباتو د قانون په طرحه کې یې مهم بدلونونه راوستلي وو، په ځانګړي ډول د انتخاباتو د شکایتونو اورېدلو کمېسیون صلاحیتونو، د سیاسي ګوندونو رول، د انتخاباتو څرنګوالي او ځینو نورو په اړه.

خو د دې کمېسیون رییس وايي، چې دغه بدلونونه د افغانستان د عدلیې وزارت له خوا رد شوي دي او کوښښ کوي، چې په یو ډول دولتي ادارې په انتخاباتي چارو کې ښکیلي کړي.

فضل احمد معنوي د عدلیې وزارت له خوا بدلونونه د انتخاباتو لپاره اغېزناک نه بولي.

“ځنې پیښې چې د انتخاباتو د ځنډېدو لامل کیږي او هغه حالات چې د انتخاباتو کېدل نا ممکن کړي، نو د انتخاباتو کمېسیون باید څه وکړي، موږ په یوه بل ډول دا وړاندوینه کړې وه، خو د عدلیې وزارت په هغه کې بدلون راوستی.

هغه ادارې چې په افغان دولت کې خپلواکي دي، فکر مو کاوه، چې دا به د انتخاباتو لپاره اغېزناک وي، مګر د عدلیې وزارت ځني دولتي ادارې د انتخاباتو بحث ته په یو ډول دننه کړي؛ هغه ترکیبونه چې عدلیې وزارت په نظر کې نیولي، تر ډیره دولتي دي.”


ښاغلي معنوي د سې شنبې په ورځ د عدلیې وزارت له خوا د انتخاباتو د قانون د طرحې د څېړنې په دوه ورځني سېمینار کې وویل، چې کوښښ یې کړی وو، سیاسي ګوندونو ته په انتخاباتو کې ډیره برخه ورکړي.

خو د افغانستان د عدلیې وزارت د انتخاباتو کمېسیون د چارواکو دغه ادعاوي رد کړې؛ چې ګواکې دولتي ادارې یې انتخاباتي چارو ته وردننه کړي.

د عدلیې وزیر حبیب الله غالب چې په دې سېمینار کې برخه اخیستې وه؛ وویل یې چې هڅه کوي، د انتخاباتو په قانون کې هغه ډول بدلونونه راولي، چې د افغانستان له اساسي قانون سره په ټکر کې نه وي.

“حکومت د عدالت د عملي کولو مسوولیت لري، د ګونډي انتخاباتو سیسټمونه توپیر کوي، کېدای شي دلته ګوندونه بیل نظرونه ولري، مګر موږ هغه سیسټم چې اساسي قانون منلی وي او په ټکر کې ورسره نه وي او زموږ له ټولنې سره جوړ او همږغي وي باید هغه سیسټمونه واخلو، نه داسي. بیلا بیل سیسټمونه خو په یوه قانون کې نه شو انتخابولی.”

د انتخاباتو د قانون د طرحې د څېړنې په دې دوه ورځني سېمینار کې د عدلیې وزارت، انتخاباتو کمېسیون، د سیاسي ګوندونو استازو، د مدني او حقوقي ټولنو استازو ګډون کړی وو.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، چې عدلیې وزارت ته تر لیږلو مخکې یې پر دې طرحه د سیاسي ګوندونو او د مدني او حقوقي ټولنو له استازو سره خبرې کړي.

د عدلیې وزارت چارواکي وایي، د ولسمشر حامد کرزي له حکم سره سم باید د انتخاباتو د قانون دغه طرحه د تلط میاشتې پر ۱۲ حکومت ته وسپارل شي او تر یوې بلې میاشتې پورې باید د افغانستان ملي شورا ته د تصویب لپاره ولیږل شي.

راپور: معصوم میوند
XS
SM
MD
LG