د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۱

"امنیتي ځواکونه نه دي توانیدلي په کابل ښارکې امنیت ټینګ کړي"


د کابل نړیوال هوایي ډګرته څېرمه د ځان وژونکې حملې له ترسره کیدو وروسته مشرانو جرګه امنیتي ځواکونه ملامتوي؛ چې نه دي توانیدلي په کابل ښار کې امنیت خوندي کړي.

د دې جرګې غړو د سې شنبې په ورځ په خپله عمومي غونډه کې د کابل ښار د سې شنبې ورځې د ځان وژونکې حملې په اړه پراخ بحثونه وکړل او ویې ویل؛ چې د کابل امنیتی ځواکونه له جدي تدابیرو سره سره د دې ډول حملو په مخنیوي کې پاتې راغلي دي.

د مشرانو جرګې سناتور نثار حارث څرګنده کړه، چې له چاودیدونکو موادو څخه ډک موټر کابل ښار ته ننوځي خو د امنیتي ځواکونو په یوه تلاشۍ کې هم نه درول کیږي:

"د کابل د نړیوال هوایي ډګر پر سړک هر موټر په جدي ډول تلاشی او حتی بکسونه او غوټې په کې څپړل کیږي.

څنګه یو موټر کابل ښار ته ننوځي او دوی یې په اړه نه خبریږي، دوی له هېواد څخه څنګه ساتنه کوي.

موږ هیله لرو، چې امنیتي ځواکونه په ځانګړي توګه پولیس په دې برخه کې جدي پاملرنه وکړي او د د دې ډول حملې مخه ونیسي؛ چې ویل کیږي، یوې ښځې ترسره کړې ده."


د کابل پر امنیتي ځواکونو دا انتقادونه په داسې حال کې کیږي؛ چې د سې شنبې ورځې په سهار د کابل د نړیوال هوایي ډګر پر څیرمه سړک د یوه بهرني خصوصي شرکت پرکارکوونکو د موټر په واسطه ځان وژونکې حمله وشوه؛ چې نهه تنه بهرنيان او د هغوی افغان موټرچلوونکی یې ووژل.

د کابل امنیتي مسوولان وایي، چې په دې حمله کې دولس تنه افغان ملکي وګړي ټپیان شوي هم دي.

د کابل امنیتي چارواکي وایي، چې دوی په کابل ښار کې جدي امنیتي تدابیر لري، خو وسله والو مخالفانو د وروستیو مظاهرو له امله له رامنځ ته شوې تشې یا خلا څخه په ګټې اخیستنې دا حمله ترسره کړه.

د کابل د امنیې قومندانۍ مرستیال جنرال محمد داوود امین په دې اړه آزادي راډیو ته وویل:

" تاسو ته معلومه ده، چې په دې دوه درې ورځوکې مظاهرې وشوې او زموږ پولیس ترډیره د همدې مظاهرو د امنیت لپاره ګمارل شوي.

حتی له امنیتي حوزو څخه هم پولیس هغو سیمو ته بیایو چې ښایي مظاهرې په کې وشي.

دښمن له همدې مظاهرو څخه ګټه اخلي او کوښښ کوي، چې یا ځان وژونکې حملې وکړي او یاهم چاودنه.

تلاشۍ مو په جدي توګه روانې دي او دا څیړو، چې دا موټر له کومې خوا اوڅنګه کابل ښار ته ننوتی دی."


په کابل ښارکې د سې شنبې ورځې د ځان وژونکې حملې مسوولیت د انجنیرګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي ویاند زبیر صدیقي منلی دی او ده ادعا کړې، چې دا حمله د فاطمې په نوم یوې نجلۍ ترسره کړې ده.

خو د کابل امنیتي مسوولان وایي، چې دوی په دې اړه څیړنې پیل کړي او یوه موده وخت ته اړتیا لري؛ ترڅو دا معلومه شي، چې آیا دا ځان وژونکې حمله په رښتیا هم د یوې نجلۍ له خوا ترسره شوې او که نه.

د کابل امنیتی چارواکي ډاډ څرګندوي، چې د کابل ښار د امنیت د ټینګښت لپاره هر راز تیاری شته خو د مشرانو جرګې غړي او عام خلک د دوی هلې ځلې سستې بولي او وایي، نږدې دوه اونۍ وړاندې هم د کابل ښار په یوه مهمه سیمه کې په ځان وژونکې حمله کې څه باندې لس تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته چې ډیرشمیریې ماشومان وو.
XS
SM
MD
LG