د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۷

د اسلامي تمدن وران ويجاړ پايتخت


دوه زره ديارلسم کال را رسېږي او په دغه کال کې به غزني د اسلامي تمدن د مرکز په نامه يادېږي، خو د دغه ولايت اوسېدنکي وايي، چې تر اوسه لا په غزني کې يو هم داسې کار نه دی شوی، چې سړی داسې فکر وکړي، چې په دغه ولايت کې دي کله هم کوم متمدن انسان اوسېدلی وي.

بله خوا بيا د غزني والي په خپلو ناکاميو کې وزارتونه پړه بولي، چې له دوی سره يې مرسته نه ده کړې.

اوس که څوک چا ته ووايي، چې غزني ته د منظري او سيل د پاره تللی وم نو په مشکله به يې زړه ته لوېږي.

په دغه ښار کې د ليږو پاکو هوټلونو او ريسټورانټونو نه شتون، هره شپه وسله والې نښتې، چاودنې او هدفې وژنې د دې لامل شوې دې، چې اوس په مجبورۍ سربېره هم په دغه ښار کې د هغو لويو لارو مسافر شپه نه تېروي، چې له دغه ولايت څخه تېرېږي.

د غزني کنډې کپر، له دوړو او کثافانو ډک او له سيلانيانو خالي ښار انتظار باسي، چې ايله څو مياشتې وروسته به د اسلامي تمدن د پايتخت په نامه يادېږي.

خو د دغه ولايت اوسېدونکي وايي، چې تر اوسه يې لا په ښار کې داسې کار نه دی شوی چې دوی يې په کېدو د دوه زره ديارلسم کال راتګ ته زړه ښه کړي.

دوی وايي، د غزني د چارواکيو پر ځای موږ شرمېږو، چې ولايت مو دومره ستر وياړ ګټلی خو بيا يې هم پر سړکونو څوک نه له وېرې تېرېدای شي او هم د شپې له خوا د تتې تياري له امله څوک لار ليدلای شي.

د رحمت الله مرجان خېل په نامه د غزني ښار يو تن اوسېدونکی وايي، چې تر اوسه لا د غزني د فرهنګي مرکز هغه ودانۍ هم نه ده بشپړه شوې چې د اسلامي تمدن د مرکز د پاره جوړېده.

دی وايي، د اسلامي تمدن د مرکز په نامه د غزني تر ټاکل کېدو وروسته به له کوم بهرني هېواد څخه هيڅوک هم د غزني ليدو ته نه راځي ځکه چې تر اوسه په غزني کې داسې هوټل هم نشته چې يو عادي کس پکې شپه تېره کړي يا پکې څوک ډوډۍ وخوري.

د ده په خبره دا مهال په غزني کې داسې پارک هم نشته چې د غزني خپل اوسېدونکي دي لا کله پکې خپل غم غلط کړي:

"فکر نه کوم، هغه ځای چې د تمدن د پايتخت مرکز به وي مونږ هغه لا هم نه لرو.که له بهرنيو هېوادونو څخه څوک راځي مونږ ورته هيڅ ليږ ښه هوټل هم نه لرو، د تمدن د پايتخت د مرکز جوړولو کار څه موده وړاندې پيل شو خو بيا يې تر اوسه چا نوم نه دی اخيستی.يوازې په دې خوا نه کېږي چې مونږ دوه منارونه او څو زيارتونه لرو."

د جميل احمد په نامه د غزني يو بل اوسېدونکی وايي، چې د غزني چارواکي يوازې د خپلو شخصي ګتو غم اخيستي دي. نه دي دوه زره ديارلسم کال په کيسه کې دي او نه هم د دې پروا لري چې غزنی د اسلامي تمدن مرکز ټاکل کېږي که نه.

دی وايي، چې مونږ شرمېږو چې په دغسې حال کې چا ته د خپل فرهنګ صفتونه کوو:

"غزني، چې په دوه زره ديارلسم کال کې د اسلامي تمدن د پايتخت نوم ګټلی دا زمونږ لپاره خجالت ده چې دلته هيڅ کار نه دی شوی. اصل دا خالت د چارواکيو د پاره دی. خپله غزني څو سوه کاله مخکې په فرهنګ کې مشهور نوم ګټلی وو خو اوس يې چې چارواکي خپلو ګټو په مخه کړي دي غزني دا هرڅه له لاسه ورکړي دي"

د غزني ښار اوسېدونکی اسدالله هم ورته نظر لري او وايي که چارواکيو ملي ګټي تر شخصي ګتو مهمې بللای اوس به دغه حال نه وو .

د ده په خبره تر دې له مخه چې په غزني کې ليږ د بيا رغوونې کارونه هم شوي وو اوس د چارواکيو د نه پاملرنې له امله بېرته ويجاړ شوي دي:

"دا چې په غزني کې کار نه دی شوی ملامتيا يې ټوله د چارواکيو ده. هغوی کار نه دی کړی دا ټول د هغوی له لاسه دی. په دغه برخه کې هغه کسان چې په راس کې کار کوي هغوی خاينان دي ،هغوی کار نه دی کړی، هغوی خپلې ګټې په نظر کې نيولې دي.دوی نه د غزني ښاراو د ولسواليو د اوسېدونکي ستونزو ته نه ګوري. نه هم دغه غټ نامه ته ګوري چې غزني ګټلی دی"

اسدالله د غزني دولتي چارواکي خاينان بولي خو د غزني والي موسی خان اکبر زاده بيا په دغه اړه د ځينو مهمو وزارتونو وزيران په خيانت تورنوي.

دی وايي، د غزني چارواکيو تر خپله وسه هڅه کړې ده چې د دوه زره ديارلسم کال تر رارسېدو وړاندې ځينې کارونه وکړي خو اوس چې څه نه دي شوي پړه يې د وزراتونو پر غاړه ده.

د ده په خبره تر اوسه چې په غزني کې ځينې کارونه شوي هم دي هغه دوی تر خپله وسه په فقر، زاريو او سوال ترسره کړي دي:

"چې فوه کوې په دوو شونډو کېږي چې شونډې نه لرې فوه به په څه شې کوې؟ دغه پروژې د وزارتونو مسوليت دی. مونږ په سلګونو او حتی په زرګونو ځله په دوی غږ کړی دی دلته هر وزارت خپله پروژه درلوده، وزارتونه بايد راغلي وو او د خپلو پروژو په تطبيق کې يې بايد ونډه اخيستې وای. دلته هر وزارت خپل رياست لري. خو دا چې يو وزارت هم په خپل کار کې کومه پروژه نه ده نيولې او مونږ ته يې يوه روپۍ هم نه ده رالېږلې نو مونږ ته خو به د پروژو د پاره دلته پېريان او ملايکې نه راځي، چې پروژه راته جوړه کړي.

ټولو کليدي وزارتونو د غزني په هکله زه داسې ويلای شم چې پوره خيانت کړی دی. متاسفانه هغوی دا مسوليت نه تنها چې ادا کړی يې نه ده بلکې په سلو کې پېنځه سوه فيصده بې تفاووته پاتې شوي دي. خو الحمدلله د غزني محلي ادارې ډېرې پروژې په ډېر غربتاو غريبې ، غذر او زاري او په سوال تطبيق کړې دي."


شا و خوا شپږ کاله وړاندې په لېبيا کې د اسلامي هېوادونو د کلتور وزيرانو پرېکړه وکړه چې غزنی به په دوه زره ديارلسم کال کې د اسلامي هېوادونو کلتوري او فرهنګي مرکز نوموي.

د اسلامي هېوادونو د کلتوري چارو د وزيرانو له دغې پرېکړې سره د غزني اوسېدونکي دې ته خوشحاله وو چې ګواکې تر دوه زره ديارلسم کال وروسته به يې ولايت ګل ګلزار شي خو اوس ګمان نه کوي چې دغه خوب به يې رښتيا وخېږي.

راپور: سیدشاه سقیم- غزني
XS
SM
MD
LG