د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۴ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۳۷

م.م په سوریه کې د جنګي مجرمینو لست ترتیب کړی


د ملګروملتونو د بشري حقونو پلټونکو د هغو افرادو او ادارو نوی لست ترتیب کړی، چې په سوریه کې په جنګي جرمونو تورن دي.

د بشري حقونو د شورا له خوا خپلواکه ګمارل شوی هیت د دوشنبې په ورځ وویل، په سوریه کې د کړکیچ دواړه ښکیلې خواوې په جنګي جرمونو ګرم دي او د ملګروملتونوله امنیت شورا یې وغوښتل، چې دغه مسله د جرمونو نړېوالې محکمې ته راجع کړي.

د پلټونکي هیت مشر برازیلي ډیپلومات پروفیسور پاولو سیرګیو پینهیرو د خپلو پلټنو نتیجې په جینیوا کې اعلان کړي:

"موږ زښت زیات کره شواهد ترلاسه کړي، چې هغه به د بشري حقونو د عالي کمیشنرۍ په دفتر کې ساتل کیږي.

جمع شوي معلومات به د موافقې په صورت کې په راتلونکې کې د هېوادونو او نړېوالو عدلي سیستمونو لپاره د لاس رسي وړوي."


هیت وویل، تشدد مخ په زیاتیدو دی او پر بشري حقونو تیری دومره زیات شوی چې د ملګروملتونو څیړونکو نور نشوای کولای، چې ټولې هغه پیښې چې کشف کړي یې دي، وڅیړي.

دغه لست چې پټ ساتل شوی، یو ځل مخکې په فبروری میاشت کې هغه مهال له سره ترتیب شوی و، چې یوه هیت خپل څیړنیز رپوټ د ملګروملتونو د بشري حقونومشرې ناوې پیلې ته وړاندې کړ.

د ملګروملتونو د پلټونکې ډلې مشر پینهیرو وویل، د سوریې حکومتي ځواکونو او د هغوی ملاتړو ملیشود قتلونو او د ملکیانو د شکنجو په ګډون، چې د حکومتي پالیسۍ ښکارندویي کوي، جنګي جرمونه ترسره کړي دي.

هغه همدا راز په دې هېواد کې د اسلامي سخت دریځو موجودیت هم تایید کړ او ویې ویل:

"کمیسیون په سوریه کې د سخت دریځو وسله والو په ګډون د بهرنیو عناصرو مخ په زیاتیدونکی او خطرناک حضورتایید کړ.

یو شمېر دغه عناصر د حکومت ضد له ځواکونو سره یوځای کیږي او نوریې د ځان لپاره ډلې جوړوي او په خپل سرعملیات کوي.

همدا عناصر غواړي د حکومت پر وسله والو مخالفینو فشار راولي، چې سختو یا افراطي دریځونو ته مخه کړي."


په سوریه کې د جنګي جرمونو په اړه د څیړنو نتیجې په داسې حال کې خپریږي چې د بشري حقونو د څار ډلې په دې هېواد کې د وسله والو مخالفینو ډلې تورنې کړي، چې تر خپلې ولکې لاندې بندیانو سره ناوړه چلند کوي، هغوي شکنجه کوي او په حلب، لاذقیه او ایدلیب کې یې له محکمو پرته په خپل سر اعدامونه ترسره کړي دي.

دې ډلې د دوشنبې په ورځ په خپاره کړي راپور کې د مخالفینو د یو شمېرمشرانو پرهغو ویناو هم اندیښنه څرګنده کړې، چې وایي، دوی ته له محکمو پرته په خپل سر اعدامونه د ذغملو وړ دي او ان کله هم پرې سترګې پټوي.

د بشري حقونو فعالان وایي، له اتلسو میاشتو راهیسې چې د بشارالاسد پرضد پاڅون پیل شوی، په دې هیواد کې په شخړو کې لږترلږه ۲۳ زره کسان وژل شوي دي.
XS
SM
MD
LG