د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۷ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۵۲

په هلمند کې د بریتانیا د پوځي اډې امنیتي تدابیر زیات شوي


د بریتانیا د دفاع وزیر
د بریتانیا د دفاع وزیر
د بریتانیا د دفاع وزیر وایي، په هلمند کې د بریتانیا په لویې پوځي اډې باندې د وسله والو طالبانو له پراخې حملې وروسته یې د دې اډې امنیتي تدابیر زیات کړي دي.

وسله والو کسانو چې د امریکا د پوځ یونیفورم یې اغوستی و، د تیرې جمعې په شپه په دې اډې برید وکړ، چې په نتیجه کې یې دوه امریکایي عسکر ووژل شول او شپږ امریکایي جت الوتکې ویجاړې شوې.

د بریتانیا د دفاع وزیر فیلیپ هاموند پرون د دې هېواد پارلمان ته وویل، چې حمله کونکي په دې ونه توانیدل، چې هغو کاغوشونو ته چې په کې د پیلوټ شهزاده هیري په ګډون زرګونه امریکایي او بریتانوي عسکر اوسي، ځانونه ورسوي.

هاموند زیاته کړه، له حملې وروسته د دغې اډې د امنیت د ټینګښت لپاره سمدستي تدابیر ونیول شول.

هغه د امنیتي دلایلو له امله په دې اړه زیات جزیات ورنه کړل، خو په کابل کې د ایساف ویاند ګویڼتر کټز په یوه خبري کنفرانس کې په هلمند کې د بریتانیا پر پوځي اډې شوې حملې ته په اشاره وویل، چې له دې وروسته به د پوځي اډو امنیتي تدابیر ډیر پياوړي کړي.

د ایساف ویاند وویل، دا ډیره لویه او منظمه حمله وه، چې دوی ور څخه یو درس واخیست:

"موږ له دې حملې څخه درسونه واخیستل، په دې اړه له تحقیقاتو وروسته به د خپلو هډو امنیتي تدابیر مناسب او پیاوړي کړو.

وسله والو مخالفینو د جګړې وړتیا له لاسه ورکړې او امنیتي سکتورو په افغانستان کې ورځ تربلې د ښه کیدو په حال کې دی.

مخالفین هغو حملو ته ډیره مخه کوي چې رسنۍ ځآن ته جلب کړي. دغه حمله د ټول افغانستان امنیتي وضیعت نه منعکسوي."


د بریتانیا د دفاع وزیر دغه راز د افغان امنیتي ځواکونو له منځه د بریتانوي عسکرو په ګډون پرنړیوالو ځواکونووروستیو حملو ته په اشاره وویل چې دا ډول حملې به چې په وروستۍ یوې کې یوه افغان پولیس دوه بریتانوي عسکر په ډزو ووژل، د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې پروسه له ستونزو سره مخامخ نه کړي.

په هلمند کې د تیرې شنبې په ورځ د دوو بریتانوي عسکرو د وژل کیدو له پیښی یوه ورځ وروسته د تیرې یکشنبې په ورځ په زابل ولایت کې یوه افغان پولیس څلور امریکایي عسکر په ډزو ووژل.

په دغو وژنو سره د روان کال له پیل راهیسې د افغان امنیتي ځواکونو له منځه د ناتو پرعسکرو په حملو کې ۵۱ بهرني عسکر، چې زیاتره یې امریکایان دي، وژل شوي دي.
XS
SM
MD
LG