د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۶

ولسي جرګې د اطلاعاتو او کلتور د وزیر د استیضاح کولو پریکړه وکړه


د افغانستان ولسي جرګې پرون د اطلاعاتو او کلتور د وزیر سید مخدوم رهین د استیضاح کولو پریکړه وکړه.

د ولسي جرګې دویم منشي فرهاد عظیمي ازادي راډیو ته وویل، د دې جرګې ریسه هیت د ښاغلي رهین د استیضاح کولو پریکړه وروسته له هغې وکړه، چې اکثرو وکیلانو د هغه پر کړو وړو انتقاد وکړ.

یو شمېر وکیلانو وویل، چې رهین د اسلامي تمدن د مرکز په توګه د غزني ولایت په کارونو کې پاتې راغلی او ځینو نورو هم نوموړی پر نورو مسایلو منجمله په مزارشریف کې د ایراني وژل شویو ډیپلوماتانو په نوم د یوه واټ د نومولو په مسله کې په بې کفایتی تورن کړ.

ښاغلي عظیمي وویل، د شوې پریکړې له مخې به ښاغلی رهین د راتلونکې شنبې په ورځ استیضاح شي.

عظیمي دغه راز وویل، یو شمېر وکیلانو د اطلاعاتو او کلتور پر وزیر انتقادونه وکړل، چې د روژې په میاشت کې په یوه کنسرت کې یې ګډون کړی او هم تر اوسه په دې کې پاتی راغلی، چې د یو شمېر خصوصي ټلویزیونو له لارې د اخلاقي اصولو خلاف سریالونو مخه ونیسي.

د ښاغلی عظیمي په وینا په مزارشریف کې د ایراني وژل شویو ډیپلوماتانو په نوم د یوه واټ د نومولو په مسله کې د بې کفایتۍ له امله هم یو شمېر وکیلانو پر ښاغلی رهین انتقادونه وکړل.

رهین څه موده مخکې د ملي شورا یوې غونډې ته په داسې حال کې د ایراني ډیپلوماتانو په نوم د یوه واټ د نومولو په اړه بې خبري وښوده، چې دغه لانجه له یوې مودې راهیسې ډیره توده وه.

که څه هم د اطلاعاتو او کلتور وزارت د واټونو د نومولو مسله د خپل وزارت په صلاحیتونو پورې مربوطه ګڼي خو د بلخ چارواکي وایي، چې د واټونو نومول د ولایتي ادارې په صلاحیتونو کې دی.

د بلخ والي عطامحمد نور د تیرې یکشنبې په ورځ د شهید د اونۍ د لمانځلو په مناسبت جوړه شوې غونډه کې یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې په مزارشریف کې د ایراني وژل شویو ډیپلوماتانو په نوم د ابومسلم خراساني د واټ د نومولو پریکړه هیڅوک نشي بدلولی او زیاته یې کړه، ایران د مقاومت په وخت کې د دوی لپاره وسله اخیسته او د هند، روسیې او تاجکستان په څیر یې د مقاومت له لیکو سره ډيره همکاري کړې ده:

"نړۍ دې په دې پوه وي او هغوی چې د اجنبیانو نوکران دي او په مطبوعاتو کې زموږ پر ضد، د بلخیانو، د ولایتي شورا د ولایت د مسولینو پر ضد تبلیغ کوي، باید په دې پوه وي، چې زموږ پریکړه په زکاوت او پوهې ولاړه ده او له خپلې دغې پریکړې نه په شا کیږو."

د ولسي جرګې د پرونی پریکړې او د بلخ د والي د نویو څرګندونو په اړه مو هڅه وکړه، چې د اطلاعاتو او کلتور د وزارت د چارواکو نظر واخلو خو په دې کار کې بریالي نشو.
XS
SM
MD
LG