د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۴

په کابل کې نننیو حملو نهه تنه بهرنیان ووژل


کابل ښارنن سهار یو ځل بیا د یوې خونړۍ ځان وژونکې حملې شاهد وو.

امنیتي مسوولان وایی، چې په دې حمله کې لس تنه وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوی دي.


د کابل د امنیې قومندانۍ مرستیال جنرال محمد داوود امین ازادي راډیو ته وویل، چې په وژل شوو کې د اې، سي، اف خصوصي ترانسپورتي کمپنۍ نهه بهرني کار کوونکي، د هغوی افغان موټر چلوونکی او دوه نور ملکي وګړي شامل دي.

جنرال امین څرګنده کړه، چې دا ځان وژونکې حمله د کابل نړېوال هوایی ډګر ته څیرمه په اتیا مټره سړک د اورانوس مجلل هوټل ته نږدې سیمه کې د یوه کرولا ډوله موټر په واسطه شوی ده.

د کابل د امنیې قومندانۍ د مرستیال په خبره په دې پیښه کې یو شمېر ملکي وګړي ټپیان شوي هم دي.

د انجنیر ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي ویاند زبیر صدیقي د دې حملې مسوولیت منلی او ادعا یې کړې، چې دا حمله د فاطمې په نوم د یوې نجلۍ له خوا شوی ده.

ده وویل، چې دا حمله په امریکا کې د هغه جوړ شوي فلم پر ضد شوې چې په کې د اسلام پیغمبر حضرت محمد صل الله علیه وسلم ته سپکاوی شوی.

له اوس نه یوولس ورځې مخکې هم د کابل ښار په یوه مهمه سیمه د ایساف قومندانۍ، د امریکا سفارت او د افغانستان د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت ته نږدې یوه ځان وژونکې حمله وشوه، چې د کابل د امنیې قومندانۍ په خبره یوولس تنه ملکي وګړي پکې مړه او ټپیان شول.
XS
SM
MD
LG