د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۲

ولسي جرګه: نور ملکي تلفات نشو زغملای


د ولسې جرګې غړو په لغمان کې د بهرنیو ځواکونو په عملیاتو کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې له امله تند غبرګون وښود او ویې ویل، چې ملکي تلفات نور دوی ته د منلو وړ نه دي.

د ولسې جرګې د دوشنبې ورځې په عمومي غونډه کې وکیلانو د نورو مختلفو مسایلو ترڅنګ پر همدې موضوع ډیر بحثونه وکړل او ویې ویل، چې نړېوالو ځواکونو له پخوانۍ ژمنې سره سره بیا هم ملکي خلکو ته مرګ ژوبله واړوله.

د ولسي جرګې غړي انجنیر محمد عالم قرار په لغمان کې د یکشنبې په ورځ د بهرنیو ځواکونو له خوا ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړول د افغانستان له ملي حاکمیت څخه ښکاره سرغړاونه وبلله:

"دا نه لومړنۍ او نه هم وروستۍ پیښه ده، د دې خلکو پوښتنه په اخر څوک کوي.

ستراتیژیک سند مو هم له امریکا سره لاسلیک کړ، چې په کې د افغانستان د ملي حاکمیت خبره هم شوې نو ملي حاکمیت څه معنی.

یو نارینه هم په دې پیښه کې نه دی وژل شوی او په دې لاره وسله وال طالبان هم نه دي تیر شوي نو بیا ولې په دومره بې پروایۍ سره نارینه خو یې وژل اوس ښځې هم وژني او تاسو ورته چوپه خوله ناست یئ.

له دې ملي شورا څخه به خلک څه هیله وکړي، دلته کښيناستل نوره ګټه نه لري.
قانون چاه ته جوړوئ، ډموکراسي همدې ته وایی چې ښځې او نارینه ووژنی".


د راپورونو پر اساس د بهرنیو ځواکونو په هوایې برید کې د یکشنبې په ورځ د لغمان ولایت د الینګار ولسوالۍ په نورلام دره کې اته تنه ښځې وژل شوي او اوه تنه نور سخت ټپیان شوي دي.

د دې ملکي وګړو د وژل کیدو په غبرګون کې په لغمان کې د یکشنبې په ورځ سختې مظاهرې هم وشوې، په عین حال کې ولسمشر کرزي هم د ملکي وګړو دا مرګ ژوبله سخته وغندله او د پیښې د څیړنې لپاره یې یو پلاوی هم ګمارلی دی.

ایساف ځواکونو هم په لغمان کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې له امله خواشیني ښودلې، په کابل کې د ایساف ځواکون ویاند جنرال ګونترکټز د دوشنبې په ورځ خبریالانوته وویل، چې دا مساله به دوي په جدي توګه وڅیړي:

"زموږ د عملیاتي راپور پر اساس د ایساف ځواکونو یوې قطعې د وسله والو مخالفانو یوه لویه ډله وپیژنده او په دقیق ډول یې د وسلو هدف وګرځوله.

د دې پیښې د څرنګوالي په اړه زموږ د څیړنو له مخې زه کولای شی تایید کړم چې د دې عملیاتو په ترڅ کې یوشمیر ملکي افغانان په تیر وتنې وژل شوي، خو دا عملیات د وسله والو مخالفانو د ځپلو په هدف ترسره شویدي.
ایساف خپل ژور خفګان د قربانیانو له کورنیو سره څرګندوي".


په افغانستان کې د نړېوالو ځواکونو له خوا ملکي وګړو ته تلفات اړول هغه څه دي چې د افغان حکومت او نړېوالو ځواکونو ترمنځ یې ډیر ځلې ناندرۍ، تند بحثونه او جدي انتقادونه را پورته کړیدي.

د همدې ملکي تلفاتو له امله په تیرو کلونو د افغانستان خلکو د دې هېواد په بېلابېلو برخو کې اعتراضونه او مظاهرې کړي، چې ځینې وخت دا مظاهرې په تاوتریخوالي هم بدلې شوي دي.

په دې وروستیو ایساف ځواکونو وویل، چې د دوی له خوا په ملکي تلفاتو کې سږ کال درې پنځوس فیصده کموالی راغلی دی، خو په لغمان کې دې وروستيو ملکي تلفاتو یو ځل بیا افغان دولت او عام وګړي خواشیني او په غصه کړل.
XS
SM
MD
LG