د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۸

"د سولې لپاره هلې ځلې د بګرام زندان پر سر د اختلافاتو قرباني شوي"


ځیني افغان کتوونکي وايي، له جمهور رئیس حامد کرزي سره د مارک ګراسمن وروستۍ کتنه، چې په افغانستان او سیمې کې د سولې په ګډون په مهمو مسایلو د خبرو لپاره سیمې ته راغلي و، د بګرام زندان پر سر د افغان او امریکايي چارواکو د اختلافاتو تر سیورې لاندې راغلي و.

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړی استاز مارک ګراسمن په اسلام اباد کې له پاکستانیو چارواکو سره په بېلابېلو مسایلو له خبرو وروسته کابل ته راغی او د یکشنبې په ورځ یې له جمهور رئیس حامد کرزي سره وکتل.

د سیاسي چارو کارپوه احمد فکور وايي، چې د بګرام د زندان پر سر راپورته شوي اختلافاتو دغه سفر او په ټوله کې د سولې لپاره هلې ځلې متاثرې کړي دي.

د جمهوري ریاست د مطبوعاتي اعلامیې له مخې په دې کتنې جمهور رئیس کرزي یو ځلې بیا ټینګار کړی، چې د زندانیانو په سپارلو کې ځنډ راوستل د افغانستان او امریکا ترمنځ وروستۍ موافقې څخه سرغړونه ده.

په اعلامېې کې په امریکا انتقاد شوی، چې شاوخوا شپږ سوه نوي نیول شوي زندانیان یې له افغان حکومت څخه ګرځولي دي.

ښاغلي ګراسمن هم د پخوا پر خلاف دا ځل له مطبوعاتو سره خبرې ونه کړې.

بل خوا د سیاسي چارو یو بل کارپوه وحید مژده هم وايي، چې د بګرام زندان د سپارلو مسئله د سولې له پروسې سره تړلې ده.

د نوموړي په باور جمهور رئیس غواړي د افغان دولت له خوا د طالب زندانیانو په ساتلو سره له هغوی سره د خبرو یو چینل له ځان سره ولري.

خو د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزي د بګرام زندان بشپړ سپارل د هیواد د ملي حاکمیت پورې تړلې مسئله بولي.

جمهور رئیس ټینګار کوي، چې د جون په میاشت کې له امریکا سره د شوې موافقې له مخې نور بهرني عسکر په افغانستان کې د زندانونو د لرلو حق نه لري.

د جمهوري رئیس د ویاند مرستیال سیامک هروي وايي له جمهور رئیس سره د ښاغلي ګراسمن خبرې اوږدې وې او په بیلابیلو مسایلو پرې خبرې وشوې.

هغه وویل د زندانیانو د سپارلو موضوع همدومره مهمه وه چې باید پرې خبرې شوې وې:

"د زندانیانو د انتقال مسئله خپله یوه مهم ملي بحث دی، کله چې موږ د مسئولیتونو د اخیستلو او د یوې داسې فضا د رامنځ ته کولو خبرې کوو چې د افغانستان حکومت دې ورو ورو ټول مسئولیتونو پر غاړه واخلي، طبعي ده چې د زندانیانو مسئله هم د مسئولیتونو د سپارلو او د نظام د په خپلو پښو دریدلو لپاره یو اساسي ګام دی."

امریکايي ځواکونو د تیرې دوشنبې په ورځ د بګرام زندان په بشپړه توګه افغان دولت ته وسپاره.

خو د امریکايي ځواکونو له خوا د کسانو د نیولو او د هغوی د ساتلو پر سر لا هم د دوی ترمنځ اختلافات موجود دي، چې که هواره نشي، ښايي د دواړو هیوادونو د حکومتونو ترمنځ پر اړیکو منفي اغیزې وکړي.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:06 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG