د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۲۷ وږی ۱۳۹۸ کابل ۰۱:۴۷

په کابل کې نننی مظاهرې په تاوتریخوالي واوښتې


د کابل ښار د هود خیلو په سیمه کې د اسلام د ستر پیغمبر ته د سپکاوي د فلم په ضدمظاهره په تاوتریخواله واوښتله.

په امریکا کې د هغه فلم په ضد، چې د اسلام ستر پیغمبر ته په کې سپکاوی شوی، په افغانستان کې د مظاهرو په لړ کې د دوشنبې په ورځ د کابل په هودخیلو کې مظاهره وشوه.

مظاهره کوونکو د څو ساعتونو لپاره د کابل جلال اباد لویه لاره د ترافیکو پرمخ وتړله او ټایرونو ته یې اور واچاوو.

د کابل امنیه قوماندانۍ چارواکي وايي، چې مظاهره هغه وخت په تاوتریخوالي واوښتله، چې مظاره کوونکو غوښتل ایګر کمپ په تیګو وولي.

امنیه قوماندان ایوب سالنګي وویل، چې په تاوتریخوالي کې مظاهره کوونکو ته زیان نه ده اوښتی ولې یو شمېر پولیس ټپیان شوي دي.

د کابل ښاریان د مظاهرې په تاوتریخوالي خپه وو او په سیمه کې یې ازادۍ راډیو ته وویل، چې له تاوتریخوالي ډکې مظاهرې د ګټې په ځای تاوان اړوي:

"له بده مرغه د مظاهره چیانو یو شمېر په غوسه وو، خلکو خپل احساست په پولیسو باندې د تیږو او لرګیو په وارولو سره ښکاره کول، پولیسو د خلکو د ژغورنې په مقصد د مظاهرې د پراخوالي مخه ونیوله تاسې ولیدل، چې یو شمېر کانتر یې د افسوتر مخې ته وسوځول او همدارنګه یې د پولیسو یو رینجرهم وسوځاوو له نیکه مرغه د پولیسو له خوا هیڅ ډول ډزې نه دي شوي"

په امریکا کې د سامبسل کمپنۍ له خوا داسې یو فلم جوړ شو، چې د اسلام ستر پیغمبر ته په کې سپکاوی شوی.

د دې فلم د غندلو لپاره په نړۍ او افغانستان کې مظاهرې وشوې، چې په نړۍ کې له تاوتریخوالې ډکې وې.

د افغانستان په خوست، ننګرهار، کابل، هرات او پکتیا ولایتونو کې هم مظاهرې وشوې ولې، د کابل د هودخیلو له مظاهرې پرته ټولې سوله ایزې وې.
XS
SM
MD
LG