د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۸

پاکستان د افغان کډوالو کارتونه تمدیدوي


که څه هم په پاکستان کې د میشتو افغان کډوالو د برخه لیک په اړه بیلابیلې اندیښنې موجودې وې؛ خو افغان چارواکي له پاکستان سره د کډوالو په برخه کې د نوې موافقې خبر ورکوي.

د افغانستان د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزیر جماهیر انوري د یکشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل؛ چې تیره اونۍ یې په ترکیه کې له پاکستاني چارواکو سره یوه موافقه لاسلیک کړه؛ چې له مخې یې په دغه هیواد کې د افغان کډوالو کارتونه د دریو کلونو لپاره تمدید کیږي.

ښاغلي انوري وویل، چې دغه موافقت نامه د روانې میلادي میاشتې په ۱۳ او ۱۴ نیټه په استانبول کې د افغانستان، پاکستان او "یو،ان،اچ،سي،آر" یا د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ په درې اړخیزه غونډه کې لاسلیک شوه.

"د دواړو هیوادونو وضیعت وڅیړل شو، دواړو هیوادونو پریکړه وکړه، چې دغه کارتونه باید د دریو کلونو لپاره تمدید شي، دغه پریکړه شوې او په پاکستان کې به اوړند کمیسیون ته هم وسپارل شي."

نوموړی وايي، چې یاده موافقه باید د پاکستان د کابینې تایید ته هم اړتیا لري.

له دې وړاندې ټاکل شوې وه، چې په پاکستان کې د سند لرونکو کډوالود کارتونو وخت د روان میلادي کال په وروستیو کې پای ته ورسیږي.

د کډوالو چارو وزارت د معلوماتو له مخې دامهال یو اعشاریه اوه میلونه سند لرونکي افغان کډوال په پاکستان کې میشت دي.

د دغه وزارت چارواکي وایي، پاکستان به شااوخوا یو میلون بې سنده کډوال هم په اجباري ډول له خپلې خاورې را ونه باسي او ژمنه شوې چې د وخت په تیریدو به هغوی ته هم کارتونه یا پاسپورټونه ورکړل شي.

د کډوالو چارو وزیر وایي د افغان کډوالو د دایمي حل لپاره یې یوه سیمه ییزه ستراتيژي جوړه کړې چې شپږ کاله وخت ته اړتیا لري.

جماهیر انوري وایي چې ددې ستراتیژي له مخې د ۲۲ ولایتونو په ۴۸ ساحو کې د بیارغونې کارونه پيلیږي چې د افغان کډوالو د بیرته ستنیدلو له بهیر سره مرسته کولای شي.

"موږ په افغانستان کې د څو ښارګوټو کارونه پیل کړي، موږ په هیواد کې ۴۸ ساحې ټاکلي چې په دغو ساحو کې به راستنیدونکو ته روغتیایي، ښونیزې او د کارموندنې اسانتیاوې برابرې شي.

البته هغو کډوالو ته چې په خپله خوښه هیواد ته راستنیږي، دغه پروګرام دوه برخې لري چې درې درې کاله وخت نیسي."


پاکستاني چارواکي په داسې حال کې د دریو نورو کلونو لپاره هم د افغان کډوالو له پاتې کیدو سره موافقه کړې، چې په دې وروستیو کې د خیبر پښتونخوا ایالت حکومت په بیابیا خبرداری ورکړی و چې د روان کال له پای ته رسیدو وروسته به غیرقانوني افغان کډوال له خپلې خاورې وباسي.

راپور:اسدالله لودین
XS
SM
MD
LG