د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۷

د نویو جوړ شویو او رغیدلو سړکونو لازمه ساتنه نه کیږي


د افغانستان د فواید عامې وزارت وایي، په تیرو شاوخوا لسو کلونو کې یې د هیواد څه باندې اوه زره کیلومتره لویې لارې په اساسي توګه پخې کړي خو د دې لارو ځینې برخې، د نه پاملرني له امله بیرته خرابې شوي دي.

دا خبرې د دې وزارت چارواکو د یکشنبې په ورځ د هېواد د څلوردېرش ولایتونو د فواید عامې دریيسانو په یوه دوه ورځیني سمینار کې وکړې.

د فواید وزیر نجیب اله اوژن دا ونه ویل. چې تر دې دمه د سړکونو څومره برخې خرابې شوي؛ خو ویې ویل، چې د چارو ښه او با کیفیته پرمختګ
ته یې یولړ نوي تدابیر نیولي دي:

"وزارت د پنځه څلویښتم فرمان په اساس د هیواد د سړکونو ساتنې ته یوه ټاکلې ستراتیژي ترتیب کړې ده. د دې لپاره یې مالي منابع هم په پام کې نیولې دي.

مرستندویانو هم د مرستو ژمنې کړي، هیله ده ولسي جرګه دغه ستراتیژي تصویب کړي. د دې له مخط به موږ په یوکال کې په ټولو چارو کې لوی بدلونونه رامینځته کړو."


په جوړ شوی سیمینار کې به د چارو د لا سمون په مقصد د فواید عامې
د ولایتي ريیسانو پر نظریو، وړاندیزونو او انتقادونو بحثونه وشي.

د فواید عامې وزارت په داسې حال کې د پروژو د پرمختګ لپاره د نویو تدابیرو خبرې کوي؛ چې د نقلیه وسایطو چلوونکي د لویو لارو اوپه تیره د هیواد د لویدیځو ولایتونو د سړکونو او پلونو له ویجاړیدو شکایت کوي.

موټر چلوونکي وایي:

"۱- زما نوم زمری دی، د کندهار د لین ډریوري مې د سړک او پلونو د ویجاړېدو له امله پرې ایښې ده، په هرځای سړک وران او کندې په کې جوړې شوی، تیزنه شو تلي، ځکه موټر عوارض پیدا کوي، د پلونو جوړېدوته هیڅ پام نه کیږي، ورځ په ورځ د سړک ورانې برخې پراخیږي، د همدې له امله سپرلۍ راسره ډیرې په تکلیف کیږي، په سپرلیو کې ناروغان، ماشومان او زنانه هم وي، د ټولو شکایت پورته کیږي>

۲- د هېواد د غربي ولایتونو لویې لارې ورځ په ورځ خرابیږي."


په دې وروستیو کې د افغانستان جمهور ريیس په یوه فرمان کې د ټولو ادارو پرچارواکو تاکید کړی؛ چې د اړوندو پروژو پرمختګ او د نیمګړتیاو لیرې کولو ته دې، تدابیر جدي کړي.

د فواید عامې وزیر هم څو ورځې مخکې د سړک جوړولو شرکتونو ته خبرداری ورکړی؛ چې که په چارو کې شته نیمګړتیاوې پوره نه کړي او خپلې راتلونکې چارې په ښه توګه پر مخ بو نه ځي، قانوني چلند به ورسره وشي.

خو خلک وایي، د دې خبرداریو او پریکړو سره سره بیاهم د سړکونو او داسې نورو پروژو، چارې لا په بشپړه توګه شفافې نه دي.

راپور: خان محمد سیند
XS
SM
MD
LG