د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۵

ولسمشرکرزي او ګراسمن افغان لوري ته د بنديانو پر سپارلو خبرې وکړې


ولسمشرکرزي او ګراسمن
ولسمشرکرزي او ګراسمن
افغان ولسمشر حامد کرزي پرون د افغانستان و پاکستان لپاره د امريکا له ځانګړي استازي مارک ګراسمن سره په کتنه کې په بشپړه توګه افغان دولت ته د بګرام زندان د مسووليت پر سپارلو او له طالبانو سره د سولې پر ميکانيزم خبرې وکړې.

په دې کتنه کې ولسمشر کرزي افغان لوري ته د هغو ٦٠٠ افغان بنديانو د مسووليت پر سپارلو ټينګار وکړ، چې لا هم له امريکايي چارواکو سره دي.

د افغانستان د جمهوري رياست له ارګ ماڼۍ څخه په خپره شوې اعلاميه کې راغلي ولسمشر کرزي په دې کتنه کې افغان دولت ته په بشپړه توګه د بګرام زندان د مسووليت د سپارلو مسئله له مارک ګراسمن سره شريکه کړه او د هغو ٦٠٠ افغان بنديانو د مسووليت پر انتقال يې هم ټينګار وکړ، چې لا هم د امريکايي ځواکونو په کنټرول کې دي.

ولسمشر کرزي د دې زندان د مسووليت په سپارلو کې ځنډ راوستل د هغه تفاهمليک مخالف بللى چې دواړو هېوادونو لاسليک کړى دى.

حامد کرزي ويلي، د امريکايانو له خوا د افغانانو بندي کېدنه د دوستۍ د روحيې او هغو تړونونو، له دې جملې د اوږدمهالو ستراتيژيکو همکاريو د سند مخالفه ده، چې امريکا او افغانستان لاسليک کړى دى.

ولسمشر مارک ګراسمن ته ويلي، افغانان د خپلو هېوادوالو توقيف کېدل د خپل ملي حاکميت اړونده يوه مسئله ګڼي، چې د ستراتيژيکو همکاريو په تړون کې ورباندې ټينګار شوى دى.

بله خوا په کابل کې د امريکا سفارت هم د ولسمشر کرزي او د افغانستان و پاکستان لپاره د امريکا د ځانګړي استازي ترمنځ د کتنې په اړه يوه اعلاميه خپره کړې ده، چې په کې ځينو نورو مسايلو ته هم اشاره شوې ده.

اعلاميه وايي مارک ګراسمن په دې کتنه کې له يوه خوندي، باثباته او نېکمرغه افغانستان څخه د امريکا ملاتړ څرګند کړ او د افغان امنيتي ځواکونو په روزنه دغه راز افغان لوري ته د امنيتي مسووليتونو په سپارلو کې يې د پرمختګ يادونه وکړه.

د ولسمشر حامد کرزي او مارک ګراسمن په پرونۍ کتنه کې له طالبانو سره د سولې خبرو ته هم اشاره شوې ده.

دا کتنه په داسې حال کې کېږي چې د افغان پوځيانو له منځ څخه پر بهرنيو ځواکونو په ډزو کې څلور امريکايي سرتېري ووژل شول.

امريکايي چارواکو په وار- وار د دغسې حملو په اړه چې روان کال يې شمېر زيات شوى هم دى، خپله اندېښنه څرګنده کړې ده.

ويل کېږي، افغان ملي اردو د دغسې حملو د مخنيوي لپاره ځينې جدي تدابير نيولي، د وروستيو هڅو په لړ کې د افغانستان د دفاع وزارت د افغان سرتېرو د سوابقو د بيا کتنې پروسه پيل کړې ده.
XS
SM
MD
LG