د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۲

له کونړ څخه د دفاع په نیت سلګونه کسان له کابل څخه روان شوه


نن (د یکشنبې) په ورځ سلګونه خلک د هغه څه په نیت کونړ ته ولاړل، چې دوی یې د پاکستان له خاوري د افغانستان پر ختیځو سیمو د حملو دفاع بولي.

دغه خلک په افغانستان کې د وفاق ملي ګوند له خوا راټول او منظم شوي وو او په کابل کې یې د پاکستان پر ضد مظاهره هم وکړه.

له کابله څخه سلګونه کسان چې د افغانستان ملي بیرغونه، د وسلو پر ځای بیلونه، تبرونه، ګولنګان ورسره وو او د یکشنبې په ورځ کونړ ولایت ته روان شول.

دوی د وفاق ملي ګوند له خوا له بیلا بیلو ولایتونو څخه راټول شوي وو.

د دغو خلکو له ډلې د هرات او تخار ولایت دوو تنو اوسېدونکو ازادۍ راډیو ته وویل.

“۱- موږ له هغې وسلې سره چې په لاس کې یې لرو تیار یو، د لوی خدای په ملتیا له هغو مجاهدینو ملګرو سره چې زموږ سره ځي؛ له خپلې خاوري، ناموس او د کونړ ولایت له خلکو به دفاع وکړو.

زموږ پلان دا دی، چې د کونړ ولایت له خلکو سره همدردي وکړو او لاس یې ونیسو، موږ ورځو د کونړ ولایت خلکو ته ډاډ ورکوو؛ چې د دې خاورې له لویشتې ـ لویشتې څخه دفاع ته تیار یو.”


د وفاق ملي ګوند شا او خوا دوې اونۍ مخکې په کابل کې د خلکو نوم لیکنه پيل کړې وه، چې پر کونړ او نورو ختیځو ولایتونو د پاکستان له خاورې د راکټي حملو دفاع وکړي.

د دې ګوند مسوولین وايي، چې د لغمان او ننګرهار ولایت سلګونه کسان هم له دوی سره یو ځای کیږي او کونړ ولایت ته به ولاړ شي او د کونړ له چارواکو او عامو خلکو سره به د دفاع سلا مشورې کوي.

بل خوا د افغانستان د بهرنیو چارو وزرات وايي، چې د بهرنیو چارو وزیر زلمی رسول به د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له خوا په رابلل شوې یوې غونډه کې په خپلې وینا کې د پاکستان د راکټي حمو یادونه وکړي.

د دې وزارت ویاند جانان موسی زي د یکشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ تر غونډې مخکې هم یوه غونډه د افغانستان د حالاتو په اړه جوړیږي:

“د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ تر غونډې مخکې هم یوه بله غونډه د افغانستان د حالاتو په اړه جوړیږي؛ چې په هغه کې به د افغانستان امنیتي، سیاسي او اقتصادي پرمختګونو ته اشاره کیږې، ددې ترڅنګ به د پاکستان له خاورې د افغانستان پر ختیځو ولایتونو د راکټي حملو یادونه هم وشي او ښه انعکاس به ولري.”

ښاغلي موسی زي وویل، په یاده غونډه کې چې د سپتمبر په شلمه د ملګرو ملتونو له عمومي اسمبلۍ نه مخکې کیږي، د پاکستان د راکټي حملو یادونه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د افغان دولت د رسمي شکایت په معنی نه دی.

هغه یو ځلې بیا ټینګار وکړ، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته په دې اړه شکایت کول د بهرنیو چارو وزارت له صلاحیته پورته خبره ده او په دې اړه پریکړه کول د دولت عمومي پریکړې ته اړتیا لري.

راپورونه وايي، چې له شا او خوا پنځو میاشتو راهیسې د پاکستان له خاورې د افغانستان ختیځ ولایتونه په ځانګړي ډول کونړ په څه باندې پنځه زره توغندي ویشتل سوي او شا او خوا ۴۵ کسان په کې مړه او ټپیان شوي.

د کونړ چارواکي وايي، چې د یکشنبې په شپه هم شل توغندۍ بیلا بیلو سرحدي ولسوالیو ته راغورځول شوي.

راپور: معصوم میوند- کابل
XS
SM
MD
LG