د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۸

پیپلزګوند د اټمي ټنکالوژۍ د پلورلو په اړه د ډاکټر قدیر څرګندونې بې اساسه وبللې


د پاکستان د واکمن پیپلز ګوند ویاند سناتور فرحت الله بابر.
د پاکستان د واکمن پیپلز ګوند ویاند سناتور فرحت الله بابر.
د پاکستان واکمن پیپلز ګوند د دې هیواد د نامتو اټمي ساینس پوه عبد القدیر خان دا څرګندونې بې اساسه بللي؛ چې ګواکې ده د پخوانۍ وژل شوې صدراعظمې بنظیر بهټو په امر یو شمېر هیوادونو ته اټمي ټکنالوژي ورکړې ده.

د پاکستان د واکمن پیپلز ګوند ویاند سناتور فرحت الله بابر وايي؛ قدیر خان هڅه کوي، چې په دې ناوخته او ناهیلي هڅې سره د اټمي وسلو د خپرولو خپله ګناه پاکه کړي.

نوموړي د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، د خان څرګندونې له هغې جرم سره د بنظیر بهټو د نوم تړل دي؛ چې پاکستان يې رسوا کړ او دې هیواد ته يې لویه ضربه ورسوله.

عبد القدیر خان چې اکثره پاکستان يې د لومړي اسلامي اټم بم د جوړولو له امله اتل ګڼي؛ له رسنیو سره په تازه مرکه کې ویلي، چې ده د پخوانۍ صدراعظمې په امر دوه هیوادونو ته د اټمي وسلو جوړولو ټکنالوژي ورکړې ده.

خان له "جنګ" او "دي نیوز" ورځپاڼو سره په خبرو کې ویلي، چې بنظیر بهټو زه وغوښتلم او راته يې ښکاره هدایت وکړ؛ چې له دوه هیوادونو سره باید دا مرسته وشي."

نوموړي ویلي دي، په دې مسله کې دی خپلواکه نه و، بلکه د صدراعظمې امر يې پر ځای کړی دی.

عبد القدیر خان په دې اړه چې له کومو هیوادونو سره يې اټمي ټکنالوژي شریکه کړې؛ څه نه ده ویلي، خو وايي، چې صدراعظمې به پیژندل ځکه چې هغې په دې مساله کې د پاکستان ملي ګټو ته اشاره کړې وه.

خو د پیپلز ګوند ویاند فرحت الله بابر وايي، عبد القدیر خان باید د خپلو دغو بې اساسه څرګندونو له امله د وژل شوې بنظیر بهټو له روح او د هغې له پلویانو څخه بخښنه وغواړي.

بنظیر بهټو د ۲۰۰۷ کال په ډیسمبرمیاشت کې په راولپنډۍ کې د انتخاباتي غونډې وروسته په وسله وال برید او ځان وژونکې حمله کې ووژل شوه.

خان په ۲۰۰۴ کال کې اعتراف وکړ، چې ایران، لیبیا او شمالي کوریا ته يې د اټمي د جوړولو ټکنالوژۍ ورکړې ده.

نوموړي چې پر ځان يې د اټمي وسلو د ټکنالوژۍ د خپرولو تور ومنه او بخښنه يې وغوښته؛ دا مهال د (تحریک تحفظ پاکستان) په نامه د سیاسي ډلې مشري کوي.
XS
SM
MD
LG