د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۲

"پر پاسشن پوځي اډې حمله کې د ایساف ۶ جنګي الوتکي له منځه تللي دي"


ایساف ځواکونه وایي، چې د باسشن Bastion په نوم د نړیوالو ځواکونو پرپوځي هډه د وسله والو طالبانو د وړمې شپې په حمله کې د دوی شپږ جنګي الوتکې له منځه تللي دي.

ایساف وایي، د دغې حملې په اړه یې لومړنۍ څیړنې پای ته رسیدلي او په یوه خبرپاڼه کې یې د دغې حملې په اړه نوي معلومات خپاره کړي.


ایساف وایي د دوی لومړني معلومات ښیي، چې په باسشن پوځي هډه باندې برید کوونکو چې شمیر یې شااوخوا پنځلس تنه وو د امریکایي پوځیانو یونیفورم اغوستي وو.

په کابل کې د ایساف ویاند ګوینټرکټز د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل؛ چې په دې حمله کې شپږ الوتکې له منځه تللي، دوه نورې زیاتې زیانمنې شوي او د دوی دوه عسکر هم وژل شوي دي.

"شااوخوا پنځلسو وسله والو مخالفینو په باسشن کمپ حمله کړې وه؛ دوی د امریکایي پوځیانو په یونیفورم کې راغلي وو.

دوی په هغو الوتکو حمله وکړه، چې په هوایي ډګر کې ولاړې وې، دوی شپږ الوتکې له منځه وړي او دوه نورو ته یې د پام وړ زیان اړولی.

په دې حمله کې زموږ دوه عسکر هم وژل شوي دي."


کټز وایي، په دې حمله کې د دوی یو ملکي همکار او اته عسکرټپيان شوي دي، چې حالت یې د ډاډ وړ دی.

د ایساف له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په حمله کې درې د تیلو زیرمې او شپږ د الوتکو د دریدو ځایونه هم ویجاړ شوي دي.

خبرپاڼه وایي، چې زیانمنې شوې الوتکې ټولې AV_8B ډوله ښکاري جیټ الوتکې وې.

ایساف وایي، حمله کوونکي په اتومات وسلو، توغندیو، لاسي بمونو او ځان وژونکو واسکټونو سمبال وو او ښه روزنه یې ترلاسه کړې وه.

ایساف وایي، په متقابلو ډزو کې څوارلس حمله کوونکي وژل شوي او یو یې په ټپی حالت کې ژوندی نیولی شوی دی.

د باسشن پوځي هډه په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو له لویو مرکزونو څخه شمیرل کیږي؛ چې له هوایي ډګر څخه یې هم ډیرې الوتنې کیږي.

په دغې هډه باندې د شنبې په شپه د لسو بجو په شااوخوا کې هغه مهال حمله وشوه؛ چې د بریتانیا د ملکې لمسې شهزاده هیري هم په کې وو.

د بریتانیا د دفاع وزیر ویلي، چې دغه حمله به په افغانستان کې د شهزاده هیري ماموریت را لنډ نه کړي.

وسله والو طالبانو د دغې حملې مسولیت منلی او ویلي یې دي؛ دغه حمله یې د هغه فلم په غچ اخستو کې کړې چې د اسلام سترپیغمر محمد "ص" ته په کې سپکاوی شوی دی.

راپور: اسدالله لودین کابل
XS
SM
MD
LG