د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۹ سلواغه ۱۳۹۸ کابل ۰۱:۳۰

زرداري د بې پيلوټه الوتکو د بریدونو د بندیدو غوښتنه وکړه


د پاکستان جمهور رئیس آصف علي زرداري یوارې بیا له متحدو ایالاتو څخه ددې هیواد پر قبایلي سیمو د بې پيلوټه الوتکو د بندولو غوښتنه وکړه.

زرداري، چې د شنبې په ورځ يې په اسلام اباد کې د دغه هیواد لپاره د متحدو ایالاتو له ځانګړي استازي مارک ګروسمن سره خبرې کولې دغه بریدونه بې ګټې وبلل او د هغو پرځای يې د متبادل پلان غوښتنه وکړه.

د امريکا بې پيلوټه الوتکې له ۲۰۰۴ میلادي کال راهیسې د وزیرستانونو په ګډون د پاکستان په یوشمیر قبایلي سیمو کې د القاعده او ورسره تړلیو ډلو پر وسله والو او پناه ځایونو بریدونه کوي، چې تر دې مهاله د القاعده، پاکستاني طالبانو، حقاني شبکې او نورو سخت دریزو وسله والو ډلو په سلګونو جنګيالي پکې وژل شوي دي.

عقیل یوسفزی، چې پر القاعده او طالبانو د څو کتابونو لیکوال دی د زرداري دا غوښتنه بې ارزښته بولي او وايي چې امریکا به هيڅکله دې خبرې ته غاړه کینږدي :

"تر هغې، چې په قبایلي سیمو کې د القاعده په ګډون هغه ډلې موجودې وي، چې نه يواځې د سیمې بلکې د نړۍ امنیت ته خطر ګڼل کیږي، په افغانستان کې پر کورنيو او بهرنیو ځواکونو بریدونه کوي او خلک د دولت ضد فعالیتونو ته هڅوي نو زه فکر نه کوم چې د زرداري دا غوښتنه دې ومنل شي."

د پاکستان جمهور رئیس آصف علي زرداري په داسې حال کې د بې پيلوټه الوتکو دبریدونو د بندولو غوښتنه کوي، چې یواځې څو ورځې وړاندې د سپتمبر پر یوولسمه د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري په یوه ويډيويي پيغام کې د خپل مرستیال ابو یحیی اللیبي وژنه تائید کړه.

په ویډيو کې الظواهري وايي، چې د ده مرستیال "ابو یحیی اللیبي" د جون پر څلورمه نیټه په وزیرستان کې د امریکايي بې پیلوټي الوتکې په برید کې وژل شوی دی.

پاکستان دغه حملې پر خپل حریم تیری ګڼي خو متحد ایالات بیا ټینګار کوي، چې ډرون یا بې پيلوټه الوتکو تندلارې وسله والې ډلې سختې ځپلې دي.

عقیل یوسفزی، هم په دې باور دی، چې دغه بریدونه د ترهګرۍ ضد جګړې په لس کلن تاریخ کې تر ټولو ګټوره وسیله ثابته شوې :

"دا یو حقیقت دی، چې ډرون یا بې پيلوټه الوتکو په وزیرستانونو او نورو قبایلي سیمو کې دیره سخت دریزي وسله وال سخت ورخطا کړي او ځپلي دي، دوی اوس د پخوا پشان ازاد تګ راتګ نشي کولی، په یوه سیمه کې تر ډيره نشي پاتې کیدی او بل دا چې د پنځوسو په شاوخوا کې دسر سړي يې له لاسه ورکړي دي."

د پاکستان پارلمان لا پخوا د یوه پریکړه لیک په صادرولو سره ددغو حملو د بندولو غوښتنه کړې، خو عقیل یوسفزی بیا په دې باور دی، چې که پاکستان د نړیوالو غوښتنو ته غاړه کیږدي، نو متحد ایالات به ډير زر دغه حملې ودروي :

" ددې حملو د بندیدو یواځنۍ لاره داده چې پاکستان د نړیوالو غوښتنو ته غاړه کیږدي او په وزیرستانونو کې د طالبانو او القاعده ډلو مرکزونه له منځه یوسي وا دا سیمې له دې خلکو نه پاکې کړي، هرکله چې پاکستان دا کار وکړ نو د بې پيلوټه الوتکو حملې به پخپله بندې شي."

د متحدو ایالاتو له خوا د پاکستان پر شمالي و جنوبي وزیرستان او نورو قبایلي سیمو د بې پيلوټه الوتکو بریدونه چې له دوه زره څلورم کال راهیسې پيل شوي په وقفه ييز ډول دوام لري او ديوې اندازې له مخې د القاعده او طالبانو پنځوس تنه د سر سړي پکې وژل شوي دي.

نه یواځې دا بلکې ویل کیږي چې دغو ډلو له همدې وجې خپل فعالیتونه محدود کړي او د پخوا پشان ازاد تګ راتګ نشي کولی.

راپور: مجیب الرحمان انګار
XS
SM
MD
LG