د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۱

د مدني ټولنې د همغږۍ مرکز د کندز پېښې د عاملینو دمحاکمې غوښتنه کوي


اجمل هوډمن
اجمل هوډمن
د مدني ټولنې د همغږۍ مرکز له افغان حکومت نه وغوښتل چې د کندز د پیښې عاملین باید ژر تر ژره ونیول شي او محاکمه شي.

د دې ټولنې غړي په دې باور دي، چې په دې پیښه کې سیمه ییز چارواکي لاس لري، ځکه د دوی په وینا د سیمه ییزو چارواکو له مرستې پرته غیر مسوول وسله وال نه شي کولی دومره کسان ووژني.

د مدني ټولنې د همغږۍ مرکز یوه غړي اجمل هوډمن د شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل؛ چې که حکومت د دې پیښې عاملين پيدا نه کړل او د قانون منګولو ته یې ونه سپارل نو دوی به پراخې مظاهرې وکړي.

" مرکز په زغرده په حکومت او اړوندو ارګانونو غږ کوي؛ چې د کندز پیښه په جدي توګه وپلټي، عاملینو ته دې جزا ورکړي او ملت ته دې ډاډ ورکړي؛ چې بیا به هیڅکله او په هیڅ ځای کې داسې خونړۍ پیښه رامنځ ته کیدو ته پرینږدي.

مرکز هغو اندیښنو ته په پام سره چې په اکثرو مواردو کې د دې ډول پیښو عاملین د لوړپوړو مرکزي او سیمه ییزو چارواکو له ملاتړه برخمن وي؛ په دې اړه د افغانستان د جمهور رییس ځانګړې پاملرنه غواړي او که دا غوښتنې ونه منل شوې نو مرکز به د خلکو په ملاتړ په پراخو اعتراضونو او مدني احتجاجونو لاس پورې کړي."


دوی همدا راز د بشري حقونو له ملي او نړیوالو ادارو او ټولو افغان مدني ټولنو وغوښتل؛ چې د ټولو خپل سریو او ملیشه یي ځواکونو د له منځه وړلو لپاره خپلې هلې ځلې سره همغږې کړی.

د رپوټونو له مخې د میرعلم او قوماندان قدیرک په مشرۍ غیر مسوولې وسله والې ډلې د وږې په دوهمه نیټه د کندز ولایت د کنم کلي شپاړس تنه اوسیدونکي چې په هغو کې ښځې، ماشومان او نارینه شامل وو، ووژل.

دوی وروسته له هغې د عامو خلکو په وژلو لاس پورې کړ؛ چې وسله والو مخالفینو یې یو کس په کنم کلي کې وواژه.

د کندز یو شمیر اوسیدونکي وایي، چې دغه وسله وال کسان د دې ولایت سیمه ییز پولیس وو؛ خو چارواکي یې بیا غیرمسوول وسله وال کسان بولي.

له پيښې وروسته جمهور رییس حامد کرزي د تحقیقاتو لپاره کندز ته یو پلاوی ولیږه، خو تراوسه ددغو نتایج نه دي اعلان شوي.

د چارو ادارې ویاند رفیع فردوس آزادۍ راډیو ته وویل؛ چې کندز ته د ولسمشر له خوا لیږل شوی پلاوی تر اوسه نه دی راغلی.

"پنځلس ورځې مخکې ولسمشر کندز ته یو پلاوی وټاکه؛ خو دوی تر اوسه خپل تحقیقات او څیړنې نه دي خلاصې کړي او احتمالاً سبا یا بل سبا به د دوی د تحقیقاتو نتیجې اعلان شي."

په دې وروستیو کې نه یواځې کندز بلکې په ځینو نورو ولایتونو کې هم د غیر مسوول وسله والو کسانو د زیاتیدو په اړه راپورونه ورکړل شوي دي.

له غیر مسوول وسله والو کسانو سره بیره په ځینو ولایتونو کې له سیمه یېزو پولیسو څخه خلک شکایت کوي؛ چې په بیلابیلو جرمي پيښو کې لاس لري.

راپور: جمیله ظریف
XS
SM
MD
LG