د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۱

په بلوچستان کې سېلابونو په زرګونو خلک اغېزمن کړي دي


په بلوچستان کې وروستيو بارانونو سلګونه زره خلک اغېزمن کړي او د خلکو کورونه يې وړي دي. د حکومتي شمېر له مخې سېلابونه دوه ويشت تنه وژلي او پينځلس يې ټپيان کړي دي خو ځينې سرچېنې دا شمېر تر دې څو چنده زيات ښيي او وايي چې سېلابونه تر سلو زيات کسان وژلي دي. د بلوچستان حکومت په دغو سېلاب ځپلو سيمو کې د ژغورنې کارونه او له خلکو سره خوراکي مرستې پيل کړې دي.

په تېره يوه اوونۍ کې د ګڼو بارانونو له امله د پاکستان په څلورو واړو ايالتونو کې سېلابونه راغلل او د وړم کال غوندې يې يو ځل بيا د خلکو کورونه يووړل، فصلونو ته يې تاوانونه و رسول او تر اوسه پورې پکې تر دوو سوو زيات کسان مړه شوي، شپږنيم سوه ټپيان شوي او شاوخوا پينځلس زره کورونه زيانمن شوي دي.

په بلوچستان کې هم سېلابونه ګڼ مالي او ځاني تاوانونه اړولي دي، جعفراباد او نصيراباد سيمې تر ټولو زياتې او جل مګسي، سيوۍ، لورالاى او کلاسيف الله سيمې هم له سېلابونو اغېزمنې شوې دي. د بلوچستان ايالتي حکومت وايي په دغو سېلاب ځپليو سيمو کې يې د پوځ په مرسته د ژغورنې کارونه دوام لري. د ايالتي حکومت وياند اکبر دراني د جمعې په ورځ په بلوچستان کې له سېلابونو څخه د اوښتو تاوانونو په اړه مالومات ورکړل:

((٩١٥٦ تنه له سېلابونو اغېزمن شوي، د ٢٤٨٨٦ ايکړه مځکې فصلونه تباه شوي، ٣٩٧١ کورونه په بشپړه توګه تباه شوي، ٢١٤٢ لوى او کوچني څاروي اوبو وړي، د اوبو ٢١٤٢ څاهان سېلابونو لاندې کړي، د باغونو د اوبه خور لپاره ٢٦٨ شخصي باوړۍ او ٥٠ سرکاري باوړۍ چې د څښلو د اوبو کار ځنې اخيستل کېده اوبو وړي او تر پينځه زرو زيات د اوبو کوچني بندونه نېزونو وړي، د ١١٠٥ کيلوميټره په فاصله له يوې بلې سيمې سره وصل لوى او کوچني سړکونه هم اوبو وړي او ٤٠ دولتي ودانيو ته هم زيان رسېدلى))

په جعفراباد او نصيراباد سيمو کې د زياتو باراني اوبو له امله لا هم خلک بند پاته دي او تر خوندي ځايونو پورې نه شي رسېداى چې ژوند يې احتمالي خطر سره مخامخ دى. د دغو سيمو په شمول په کلاسيف الله، موسى خېل، بارکان، کچې او خضدار سيمو کې سېلابونو خلکو ته د سر زيان هم اړولى دى. د بلوچستان د داخله چارو سيکرتر نصيب الله بازى چې سېلاب ځپليو سيمو ته تللى وو، د سر د زيان په اړه يې اړه ازادۍ راډيو ته مالومات ورکړل:

((د سرکاري شمېر له مخې تر اوسه پورې د ٢٢ تنو د مړينې او د دوولسو د ټپيانو خبر لرو. د سېلاب په ترڅ کې تر ټولو لومړى د خلکو د ژوند ژغورل مهم وي، په دې سيمه کې د سېلاب دا دويم- درېيم ځل دى، حکومت ورته تيار دى، خو بيا هم خلک اغېزمن شوي دي، که خداى کول په راتلونکيو شپږو اوو ورځو کې به په سېلاب ځپليو سيمو کې تر خلکو هر ډول مرستې ورسېږي))

ايالتي حکومت وايي په سېلاب ځپليو سيمو کې يې شاوخوا دوه سوه پوځي سرتېري د دوولسو هيلوکوپټرو او اتلسو کښتيو په وسيله د خلکو د ژغورنې او طبي چارې تر سره کوي او د شړيو، پلاسټيکي پوزيو او خېمو په شمول يې اکثرو کورنيو ته خوراکي شيان هم رسولي دي.

په بلوچستان کې د پاکستان د قدرتي آفتونو د مخنيوي اداره وايي د ايالتي حکومت له خوا تر اوسه پورې ورته اويا ميليونه کلدارې له سېلاب ځپليو سره د مرستې لپاره ورکړل شوي دي. که څه هم ايالتي حکومت په سېلاب ځپليو سيمو کې د مړيو شمېر دوه ويشت تنه يادوي، خو له سېلاب ځپليو سيمو څخه رسنيو ته د رسېدلي شمېر له مخې سېلابونو تر سلو زيات کسان وړي چې د ګڼ شمېر کسانو مړي لا هم ترى تم دي. د نېشنل ګوند مشر ډاکټر عبدالمالک بلوڅ وايي سېلابونو ډېر تاوان اړولى خو د ژغورنې چارې يې ډېرې ټکنۍ دي:

((د سيوۍ سيمې د پټ فيډر په بند کې ناببره درز پيدا شو چې ډېره مراد او شاوخوا سيمو ته يې اوبه ور خلاسې شوې، دا وخت د صحبت پور اوه- اته کوچنۍ سيمې په بشپړه توګه سېلاب ځپلې دي، خلکو په ونو کې پناه اخيستې، خو له بده مرغه هلته هيڅ ډول د ژغورنې او مرستې کارونه نه دي پيل شوي، زه له بهرنيو مرستندويو موسسو او حکومته غواړم چې ژر تر ژره د خلکو مرستې ته ور ورسېږي. له سېلاب ځپليو سيمو مو چې مالومات تر لاسه کړي وايي چې سلګونه خلک د سېلابونو له امله ورک دي، چې پلار خپل زامن او نور خلک خپل خپلوان لټوي چې نه موندل کېږي))

که څه هم د بلوچستان ايالتي حکومت وايي چې د سېلابونو له امله نهه زره تنه اغېزمن شوي دي، خو د بلوچستان د ملېشه ځواکونو مشر جنرال عبيدالله خان خټک د سېلاب ځپليو سيمو تر ليدنې وروسته دوې ورځې وړاندې په يوه خبرپاڼه کې دا اندازه ډېر زياته وښووله چې وايي سېلابونو له درې تر پينځه سوه زرو پورې خلک اغېزمن کړي دي.

د يادونې وړ ده چې په جعفراباد، نصيراباد، جل مګسي، کچې او سيوۍ سيمو کې اکثره ښوونځي هم د سېلابونو له امله اغېزمن شوي او ځينې يې په بشپړه توګه اوبو وړي دي. د بلوچستان د پوهنې وزارت په يادو سېلاب ځپليو سيمو کې د احتمالي خطر د مخنيوي په خاطر د ټولو ښوونځيو د تړلو اعلان کړى دى.

راپور: بارکوال مياخېل- کوټه
XS
SM
MD
LG