د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۳

اخضر ابراهيمي نن د سوريې له ولسمشر سره خبرې کوي


د ملګرو ملتونو يوه ويانده وايي، د سولې نړيوال استازى اخضر ابراهيمي د شنبې په ورځ په دمشق کې د سوريې له ولسمشر بشارالاسد سره ګوري.

وانينا مايست غاکسي وويل ابراهيمي به نن سهار د سوريې له ولسمشر، د عرب هېوادونو له سفيرانو، د اروپايي ټولنې له هيئت او د مخالفانو له ځينو غړو سره وګوري.

د دې کتنې په باب نور جزئيات نه دي ورکړل شوي. ښاغلي ابراهيمي پرون د سوريې د اپوزيسيون له ځينو غړو سره وکتل چې د دوى په خبره د سولې د هڅو لپاره له ابراهيمي سره ”نوې فکرونه“ دي.

د اپوزيسيون وياند حسن عادل عظيم خبريالانو ته وويل:

”موږ ښاغلي ابراهيمي ته د بحران د حل او د وژنو د مخنيوي په برخه کې د ده له هڅو د خپل ملاتړ په اړه خبرې وکړې“

که څه هم ژمى په رارسېدو دى او د سوريې ١٨ مياشتنى کړکېچ هم کم شوى نه دى، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې او د هاليووډ مشهورې فلمي ستورۍ انجيلنا جولي پرون له ترکي چارواکو سره او د سوريې د کډوالو کمپ تر کتنې وروسته په انقره کې يوه کنفرانس ته وويل، د سوريې د کډوالو په اړه سخته اندېښمنه ده:

”زه د ژمي د رارسېدو او د تاوتريخوالي او شخړې د نه کمېدو له کبله د هر کس اندېښنه شريکوم. د [سوريې د کډوالو] شمېر په زياتېدو دى خلک هم له پولو د اوښتو په حال کې دي. دا زموږ د ټولو يوه ستره اندېښنه وه، زه هيله لرم موږ په ګډه کار وکړو څو دا په څرګنده يقيني کړو چې په دې ډېره وېروونکې شېبه کې هېڅوک د يخنۍ له کبله نه مري“

پرون په دمشق کې د درېيو چاودنو ږغونه اورېدل شوي. په بريتانيا کې دېره د سوريې لپاره د بشري حقونو د څار اداره وايي پرون ٤٩ ملکيان، ١٣ سرتېري او درې ياغيان وژل شوي دي.

دغه اداره وايي تېر ميلادي کال په مارچ مياشت کې د اسد د رژيم په وړاندې د پاڅون له پيله تر اوسه ٢٧ زره خلک وژل شوي، خو د ملګرو ملتونو اداره بيا د وژل شويو شمېر ٢٠ زره ښيي.

هاخوا د کاتوليکانو مشر پاپ بنيديکت شپاړسم پرون ګاونډي لبنان ته ورسېد او هلته يې سوريې ته د وسلو د واردولو د مخنيوي غوښتنه وکړه:

”سوريې ته بالاخره د وسلو واردات بايد بند شي، ځکه د وسلو له واردولو پرته جګړه ادامه نه شي پيدا کولاى. د وسلو د واردولو پرځاى چې لويه ګناه هم ده، موږ بايد د سولې نظريې او خلاقيت وارد کړو، دېته حل لار پيدا کړو، چې له يو او بل له اختلافاتو سره- سره ومنو.

په همدې حال کې د لبنان امنيتي ځواکونه وايي دوى د سوريې څلور تنه پوځيان چې مخکې د ياغيانو له خوا په جګړه ځپلې سوريه کې نيول شوي وو، خوشې کړي دي.
XS
SM
MD
LG