د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۶

د ننګرهار خلکو د اسلام د ستر پیغمبر په اړه د جوړ شوي فلم پرضد مظاهره وکړه


د امريکا د دفاع وزارت يا پنټاګون وايي د افغان مذهبي مشرانو د هغې غوښتنې هرکلى کوي؛ چې پر خلکو يې ږغ کړى، د اسلام د ستر پيغمبر په اړه د جوړ شوي فلم په اعتراضونو کې تاوتريخوالى ونه کړي.

د پنټاګون وياند "جورج ليټل" پرون وويل ”موږ په دې خوښ يو چې مذهبي مشرانو له تاوتريخوالي پرته اعتراضونو غوښتنه کړې ده.“

پرون په سلګونو کسانو د جمعې تر لمانځه وروسته د ننګرهار په غني خېلو ولسوالۍ کې مظاهره وکړه؛ دوى په امريکا کې جوړ شوى فلم چې د اسلام ستر پيغمبر ته په کې سپکاوى شوى؛ وغانده، خو د ننګرهار د والي وياند احمد ضيا عبدالزي ازادۍ راډيو ته وويل؛ چې دغه مظاهره سوله ييزه وه:

”امنيتي ځواکونو په ښه توګه د دوى امنيت نيولى و. دوى شعارونه ورکول، د افغانستان او امريکا له حکومت څخه دوى جدي غوښتنه وکړه؛ چې د فلم جوړوونکو ته سخته سزا ورکړي. بيرغونه يې هم سوځولي، مجسمې يې هم جوړ کړې وې؛ چې سوځولې يې دي. د لاريون شکل سوله ييز و او د دوه نيمو بجو شا و خوا پايته ورسېد.“

پرون د کابل د پلخشتي جامع جومات ملا امام عنايت الله بليغ په زرګونو عبادت کوونکو ته په وينا کې وويل؛ د امريکا يهودان په ليبيا کې د وژل شويو امريکايي ډيپلوماتو د وژنې مسوول دي.

د ليبيا لپاره د امريکا سفير له درېيو نورو امريکايانو سره د سې شنبې په ورځ په بنغازي کې د قهرجنو مظاهره چيانو په بريد کې ووژل شول.

ښاغلي بليغ له خلکو وغوښتل، چې په خپلو اعتراضونو کې له تاوتريخوالي ډډه وکړي.

په کابل کې د امريکا د سفارت کلک امنيتي تدابير نيول شوي او د ممکنه شورش د مخنيوي لپاره اضافي پوليس او د ملي اردو سرتېري ګمارل شوي دي.

د پنټاګون وياند "جورج ليټل" وويل، دا مهال موږ په افغانستان کې د خپلو پوځي او ډيپلوماټيکو ادارو په وړاندې کوم تاوتريخوالى يا پاڅون نه دى ليدلى.

خو په نورو اسلامي هېوادونو کې په امريکا کې د جوړ شوي فلم په اعتراض مظاهرې او اعتراضونه سوله ييز نه وو.

په پاکستان او د منځني ختيځ په ځينو هېوادونو کې له تاوتريخوالي ډکې مظاهرې شوي دي.

د قهرجنو مظاهره چيانو له خوا پرون په سوډان او تونس کې د امريکا پر سفارتونو بريدونه وشول.

دغه راز له يمن، لبنان، هند، انډونيزيا، ايران او ترکيې څخه هم د قهرجنو مظاهرو او شخړو راپورونه ورکړل شوي دي.
XS
SM
MD
LG