د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۰

"په نړۍ کې د ماشومانو د مړینې کچه راټیټه شوې ده"


د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف په نړۍ کې د هغو کوچنیانو د مړیني د ارقامو په اړه راپور ورکړی؛ چې عمرونه یې له پنځو کلونو څخه کم دي. دوی وايي، چې په نړۍ کې په 2011 میلادي کال د ماشومانو مړینه تر ۷ ملیونو کمه وه.

د راپور له مخې بیا هم د دغو تلفاتو اتیا فيصده په نېستمنو هیوادونو لکه د افریقا په نیمه صحرا او جنوبي آسیا کې وو.

په راپور کې په افغانستان کې هم د ماشومانو د مړینې شمیره لږ ښودل شوې ده.

د عامې روغتیا وزارت داخبره تايیدوي. د دې وزرات ویاند" حفیظ فیاض" ازادي راډيو ته په مرکه وویل:

”لس کاله وړاندې په هرو زرو کوچنیانو کې ۱۶۰ کوچنیان چې عمرونه یې له پنځو څخه لږ و د مختلفو ناروغيو له امله مړه کېدل. له نېکه مرغه په دې وروستیو کې د شوې سروې له مخې په هرو زرو کوچنیانو کې ۹۷ کوچنیان وړاندې له دې چې د پنځه کلنۍ څخه دمخه د ځینو ناروغيو لکه اسهال، تنفسي او یانورو ناروغيو ښکار شي مخنیوی یې شوی دی.

خو بیاهم د نړۍ په پرتله په افغانستان کې د کوچنیانو د مړیني شمیره لوړه ده.”


په تیرو لسو کلونو کې له افغانستان سره د میلیاردونو ډالرو بهرنۍ مرسته شوې ده، د دې مرستو ډيرې پیسې په دغه هیواد کې پر روغتیايي خدماتو لګیدلي دي. خو له دې سره بیا هم لکه څرنګه چې لازمه ده؛ په هغه اندازه په افغانستان کې د ماشومانو د مړیني شمیره نه ده راټيټه شوې.

د روغتيا وزارت وياند ښاغلی فیاض په دې برخه کې یو لړ ستونزو ته اشاره کوي او وايي، چې امنیتي مسایل، شخړي، طبي خدماتوته د خلکو نه لاسرسی، د معلوماتو نه لرل او کلتوري محدوديتونه د دې سبب شوي، چې د افغانستان په ځينو سیمو کې ماشومانو ته سم روغتيايي خدمات ونه رسېږي. خو د عامي روغیتا وزارت وايي، په دې برخه کې یولړ پروګرامونه لري.

د عامي روغتیا د وزارت ویاند ښاغلی حفیظ فیاض زیاتوي، موږ غواړو د خلکو د پوهاوي، د دوى او د ژوند سطحې په لوړولو سره د دوى صحي ژوند ښه کړو.

موږ وقايوي پروګرامونه لرو، لکه واکسين او نور، چې هر کال د افغانستان په ټولو برخو کې عملي کېږي. دغه راز غواړو د ماشومانو تغذيه ښه کړو. هغه ميندې چې ماشومانو ته شيدې ورکوي؛ ماشومان يې د ډېرو ناروغيو په وړاندې معافيت ومومي."

له دې ټولو پرمختیاوو سره سره د کوچنیانو د مړیني د کچې را کښته کېدل قانع کوونکې نه دي. د عامي روغتیا وزارت هڅه کوي؛ چې د افغانستان هیڅ یو کوچنی باید د هغو ناروغیو له امله چې درملنه او وقایه یې کېدای سي مړ نه شي.
XS
SM
MD
LG