د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۴

ولسمشر کرزي او هېلري کلنټن د اسلام پرضد د یوه فلم خپرول وغندل


په انټرنېټ کې د اسلام پرضد د یوه ویډیويي فلم له خپرېدو وروسته افغان حکومت یوټیوب انټرنېټ پاڼه بنده کړې ده او همداراز په هېواد کې د احتمالي تشدد له وېرې یې خلک آرامۍ ته رابللي دي.

د اسلام د پیغمبر حضرت محمد (ص) پرضد په انټرنېټ کې د دې فلم له خپرېدو څو اونۍ وروسته د تېرې سه شنبې په ورځ په لیبیا کې د امریکا سفیر او درې تنه همکاران یې په بنغازي ښار کې د اعتراض کوونکو د یوې ډلې له خوا ووژل شول. ډېرژر د دې اعتراضونو لمن مصر او نورو عربي هېوادونو ته ورسېده.

په افغانستان کې د دې پېښې پرضد د احتمالي اعتراضونو په ترڅ کې د تشدد له وېرې افغان چارواکو هم پر یولړ اقداماتو غور پیل کړی. د روان میلادي کال په پیل کې کله چې په بګرام کې څو تنو امریکايي سرتېرو د قرآنکریم نسخې وسوځولې نو لږترلږه څلوېښت کسان په اعتراضیه مظاهرو کې ووژل شول.

د راپورونو له مخې ولسمشرحامدکرزي تېره ورځ له ولسمشربارک اوباما سره په ټلفوني تماس کې د اسلام پرضد د دې فلم او اسلامي ارزښتونو ته د سپکاوي پر موضوع خبرې کړي او همداراز په لیبیا کې د امریکا د سفیر او د هغه د دریو همکارانو د وژل کېدو له کبله یې نوموړي ته خپله خواشیني څرګنده کړې ده.

همداراز ویل شوي دي، چې ښاغلي کرزي ناروې ته خپل رسمي سفر ځنډولی دی. په پام کې وه، چې افغان ولسمشر به د چارشنبې په ورځ ناروې ته ځي، خو د ناروې د بهرنیو چارووزارت راپور ورکړی، چې ولسمشرکرزي د ناروې حکومت ته ویلي، چې په داسې یوه حالت کې دی غواړي په خپل کور کې پاتې شي.

د راپورونو له مخې د افغانستان حکومت د خپلو اقداماتو په لړ کې پر یوټیوب انټرنېټ پاڼه بندیز لګولی؛ څو دا فلم په افغانستان کې څوک ونشي لیدلای.

رويټرز خبري آژانس د یو جګپوړي دولتي مقام له قوله، چې د خپل هویت له ښودلو یې ډډه کړې، راپور ورکړی، چې وايي، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د هېواد د انټرنېټي خدماتو وړاندې کوونکو ټولو شرکتونو ته ویلي؛ چې یوټیوب پاڼه بنده کړي.

د یوبل خبر له مخې یوه جګپوړي امریکايي مقام بلخ ولایت ته د سفر په ترڅ کې ویلي دي؛ چې امریکا د اسلام او مسلمانانو پرضد نه ده. د افغانستان او پاکستان لپاره د سپینې ماڼۍ د ځانګړي استازي مرستیال هوګولیورېنز د بلخ له والي سره په کتنه کې وویل:

"متحدایالات او د امریکا خلک د مسلمانانو دین ته ډېرزیات درناوی لري. موږ په امریکا کې میلیونونه مسلمانان لرو او موږ پر خپلو دې مسلمانو هېوادوالو ویاړو.

د امریکا د مسلمانانو ټولنې امریکا په یوه ستر هېواد بدل کړی خو په اوسني حالت کې آرامي ډېره مهمه ده او د خدای په نوم تشدد په هېڅ صورت سم کار نه دی."


په همدې حال کې د امریکا حکومت د دې فلم په جوړولو او خپرولو کې لاس لرل رد کړي. د امریکا د بهرنیوچارووزیرې هیلیري کلېنټن پرون وویل؛ چې حکومت یې د دې لانجمن ویډیويي فلم په جوړولو او په انټرنېټ کې د هغه په خپرولو کې هېڅ ونډه نه لري.

مېرمن کلېنټن وویل، چې د اسلام د پیغمبر حضرت محمد (ص) په اړه دا فلم بوګنوونکې او د غندنې وړ دی او زیاته یې کړه، داسې ښکاري، چې د دې کار د عاملانو ډېر ناوړه هدف د یوه ستر دین بدنامول او د کرکې پارول وو.

مېرمن کلېنټن دا یادونه وکړه، چې دې ویډيويي فلم ته په تشدد سره ځواب ویل هم هېڅ راز توجېه نه لري:

"دا په خاص ډول ناسم کار دی، چې د ډيپلوماتیکو ماموریتونو پرضد تشدد ته لمن ووهل شي. دا هغه ځای دی چې اصلي هدف یې سوله او په ټوله نړۍ او کلتورونو کې د تفاهم رامینځ ته کول دي. حکومتونه موظف دي چې د دې ځایونو او خلکو ساتنه وکړي."

د مېرمن کلېنټن له دې وینا وروسته هم په یمن، مصر، لیبیا، سودان، تونس او ایران کې اعتراضیه مظاهرې وشوې. دې مظاهرو ترټولو لویه قرباني د سه شنبې په ورځ په لیبیا کې هغه مهال واخیسته چې په دې هېواد کې د امریکا سفیر کریستوفر ستیفانس او د سفارت درې کارکوونکي ناوخته په بنغازي ښار کې ووژل شول.

د یمن په پلازمېنه صنعا کې هم په دې ورځ مظاهره چیانو د امریکا پر سفارت حمله وکړه او د سفارت د ودانۍ دروازه یې ماته کړه چې په نتیجه کې پولیس د اوښکې بهوونکي ګاز شیندلو او د اوبوشیندلو د پایپونو کارولو ته اړ شو او د مصر په پلازمېنه قاهره کې بیا مظاهره چیانو د اعتراضونو په دریمه ورځ له پولیسو سره اخ وډب وکړ.

په ایران کې محصلینو د دې فلم پرضد مظاهره وکړه خو امریکا په تهران کې سفارت نلري نو ځکه د پولیسو اضافي ځواکونه د سویس د سفارت مخې ته چې د امریکا د ګټو استازیتوب کوي واستول شول.

په عراق کې یوې وسله والې ډلې چې د دې هېواد د جګړې په کلونو کې به یې پر بهرنیانو حملې کولې، ګواښ کړی چې په دې هېواد کې به د امریکا پر ګټو برید وکړي. په تونس او سوډان کې هم پولیسو له اعتراض کوونکو سره نښتې وکړې.

امریکا په بنغازي کې د خپل سفیر له وژل کېدو وروسته دوه لویې جنګي بېړۍ او پنځوس سمندري سرتېري لیبیا ته واستول. امریکايي څېړونکي په دې اړه څېړنه کوي چې ښايي القاعده شبکې د بنغازي له مظاهرو څخه د امریکا پر سفیر د حملې لپاره د پردې په توګه کار اخیستی وي.
XS
SM
MD
LG