د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۲۴ وږی ۱۳۹۸ کابل ۱۲:۲۶

د بلوچستان په مستونګ کې لس پښتانه مزدوران وژل شوي


د بلوچستان په مستونګ سيمه کې نامالومو وسلوالو د سړک د رغونې په کار بوختو مزدورانو باندې ډزې کړې، چې لس تنه يې وژلي او څلور نور يې ټپيان کړي دي.

وژل شوي او ټپيان ټول پښتانه دي، چې د وژنې په خلاف يې په کوټه کې پښتونخوا ګوند ستره مظاهره کړې. د دوى د وژنې مسووليت کومې ډلې پر غاړه نه دى اخيستې.

د کوټې ښار جنوب لور ته د شاوخوا پنځوس کېلوميټرۍ په فاصله په دښت سيمه کې د پنجشنبې په سهار د لسو بجو په شاوخوا کې نامالومو موټرسايکلو سپرو وسلوالو پر هغو کارګرو وسلوال بريد وکړ، چې د سړک د جوړېدو په کار بوخت وو.

د مستونګ سيمې لېويز پوليس وايي، پېښه د دشت سيمې په عمر ډور نومې ځاى کې شوې، چې وايي څو نامالوم وسلوال له نيژدې غرونو را کښته شوي او د سړک جوړېدو په کار بوختو مزدورانو باندې يې ناببره ډزې کړې چې پينځه يې ځاى پر ځاى وژلي او اته تنه يې ټپيان کړي دي او وسلوال د پېښې له ځايه تښتېدلي دي.

په پېښه کې ټپيان کسان سمدستي د کوټې بي ايم سي دولتي روغتون ته راوړل شول چې له هغوى څخه هم څلورو نورو مزدورانو د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه او د مړيو شمېر نهو تنو ته ورسېد.

په ټپيانو کې يوه کس ګلاب خان رسنيو ته وويل چې وژل شوي کسان ټول د کوټې د سمنګلۍ نومي ځاى اوسېدونکې پښتانه او له ميرياڼي قبيلې سره تړاو لري. پښتونخوا ملي عوامي ګوند د دغو پښتنو مزدورانو وژنه په کلکه وغندله او په خلاف يې په کوټه کې يوه ستره احتجاجي مظاهره هم وکړه چې د حکومت او وسلوالو په خلاف يې شعارونه ورکړل.

د پښتونخوا ګوند مظاهره چېانو د دغو مزدورانو د قاتلينو د ژر تر ژره نيولو غوښتنه وکړه
د پښتونخوا ګوند مظاهره چېانو د دغو مزدورانو د قاتلينو د ژر تر ژره نيولو غوښتنه وکړه

د پښتونخوا ګوند مظاهره چېانو د دغو مزدورانو د قاتلينو د ژر تر ژره نيولو غوښتنه وکړه. د پښتونخوا ملي عوامي ګوند يوه مشر عبدالروف خان ازادۍ راډيو ته وويل چې د مزدورانو وژل د ترهګرو کار وباله:

"تر ټولو د افسوس خبره دا ده چې بېچاره مزدوره کاره خلک- چې په لاسونو کې يې څټک، بېلچه او کولنګ وي- د خپل عيال لپاره د دوو وختونو ډوډۍ ګټي، په موټرسايکل سپاره ترهګر ورته راغلي، بلوڅان يې ځنې بېل کړي او پښتانه يې ټول په کتار کې درولي او لس تنه يې وژلي دي، د نړۍ په هيڅ يوه مهذبه ټولنه کې د مزدور او بې پلوه خلکو وژل تر ټولو بدترينه ترهګري ده"

د دې وسلوال بريد مسووليت لا هم کومې ډلې پر غاړه نه دى اخيستى، خو وسلوالو بلوڅانو په وار- وار په بلوڅي سيمو کې پر هغو کارګرو د بريدونه مسووليت منلى چې د بيارغونې په کارونو بوخت وي. د بلوڅو وسلوالو سازمانونو پخوا هم خبردارى ورکړى چې که هر څوک په بلوڅي سيمو کې د حکومت له خوا د بيارغونې کارونه کوي نو وبه يې وژني.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند له خوا د جمعې په ورځ د دغو مزدورانو د وژنو په خلاف په کوټه ښار کې پشپړ کاربنديز اعلان شوى دى او وايي چې په نيژدې راتلونکې کې به په دې اړه يوه جرګه را وغواړي چې په بلوڅي سيمو کې پښتانه مزدوران وژل کېږي خو بلوڅو ملتپالو ورباندې خوله پټه کړې ده.

بارکوال مياخېل- کوټه
XS
SM
MD
LG