د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۸

کاندید وزیرانو په ولسي جرګه کې کمپاینونه پیل کړي


په داسې حال کې، چې ټاکل شوې ولسي جرګه د شنبې په ورځ د ملي ریاست او دریو وزارتونو ته د کاندیدو کسانو لپاره د رایې صندقونه کیږدي، ځيني وکیلان وايي د کاندیدو کسانو له خوا د باور رایې د ترلاسه کولو لپاره کمپاینونو زور اخیستی دی.
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:58 0:00
مستقیم لېنک

د ولسي جرګې یوې غړې ارین یون د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، کمپاین د کاندیدو کسانو یو قانوني حق دی، چې له بېلابېلو لارو پيل شوی دی.

ټاکل شوې د شنبې په ورځ په ولسي جرګې کې د دفاع، کورنیو چارو او قبایلو او قومونو چارو وزارتونو او د ملي امنیت عمومي ریاست ته کاندیدو کسانو په ترتیب سره هر یو جنرال بسم الله محمدي، جنرال مجتبی پتنګ عزیزالله دین محمد او اسدالله خالد ته د رایو صندقونه کیښودل شي.

اغلې یون ادعا کوي، پخوا په ولسي جرګې کې ډیر داسې شوي دي، چې کاندیدو وزیرانو د باور رایې د اخیستلو لپاره ځینو وکیلانو ته ډالر او موټر په رشوت کې هم ورکړي دي.

هغې وویل، دا چې اوس به هم داسې کیږي، په دې اړه کره شواهد نه لري، خو د ولسي جرګې یو بل غړی عبدالرحیم ایوبي ازادي راډیو ته وویل اوس هم دارنګه هڅې پيل شوي.

د ولسي جرګې دویم منشي فرهاد عظیمي وايي، دا مسئله چې ګنې یو شمېر وکیلانو ته پيسې ورکول کیږي، نه تاییدولای شي او نه هم ردولای.

ښاغلی عظیمي وویل، د دوی پارلماني ډله هم د یوه کاندید له خوا ډوډۍ ته دعوت شوې وه، خو دوی رد کړې:

"یوه ځلي موږ ته ډوډۍ شوې وه، هغه مو رد کړه، خو چې کله موږ خپل پارلماني ګروپ ته دغه کاندید وزیرانو راغوښتي و، له هغوی مو بخښنه وغوښتله او ورته مو وویل، چې ستاسو دوستانو موږ د کمپاین لپاره غوښتی و، خو موږ د هغې پریکړې له مخې چې پخوا مو په خپل ګروپ کې کړې وه، په هغې کې برخه وانه خیستله."

ښاغلي عظیمي وویل، د رسالت پارلماني ډلې څلور واړه کاندیدان خپلې یوې غونډې ته وربللي و او خپلې قانوني غوښتنې یې ورسره مطرح کړي دي.

نوموړي وویل، د ولسي جرګې اداري پلاوي له مخکې نه وکیلانو ته اعلان کړی و، په هغو کمپاینونو کې دې برخه نه اخلي چې د کاندیدانو لپاره د مادي امتیازاتو په ارتباط د ځینو قرادادیانو او سوداګرو له خوا کیږي، خو داسې ښکاري چې دارنګه کمپاینونه اوس هم دوام لري.
XS
SM
MD
LG