د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۹

د غزني د پوهني رياست مهم مديران له لاسه ورکړل


د غزني د پوهني په رياست کې له ‌ډېرې مودې راهیسې د رييس او مديرانو تر منځ را پيدا شوې پرلپسې ستونزې او ناندرۍ د دې لامل شوې، چې اوس د دغه رياست څو تنو مهمو مديرانو له خپلو دندو استعفاوې ورکړې دي.

په هغو مديرانو کې چې له خپلو دندو لاس په سر شوي د بشري سرچينو، استخدام او رتبو مديران هم شامل دي.

دوی د پوهني اوسنی رييس بې کفايته بولي او تور لګوي، چې تر يوې اندازې په اداري فساد کې هم ښکېل دي.

د دغه رياست يو تن کارکوونکی، چې نه غواړي نوم يې واخيستل شي وايي چې رييس د مراجعينوو پر مخ خپلې دروازې تړلې وې او له خلکو سره به يې خپل کار کوونکي په جنجال اچولي وي.

دی وايي، مديران اخر مجبوره شول، چې د رييس د بې کفايتي او ورپېښو ستونزو له امله خپلې دندې پرېږدي:

"د غزني د پوهنې رياست د بشري سرچينو، استخدام او د رتبو مديرانو استعفاوې ورکړې دي. رييس په خپله د مراجيعنو مقررۍ معطله کړې وه او مراجعين به يي په مديرانو را ټول کړی وو او مسوليت به يې هم ټول د مديرانو په غاړه اچاوو بس همدغه لامل وو، چې مديرانو له دې وجهې چې تحميلي کار ورباندې کېږي له دندو لاس واخيست."

د غزني د پوهنې رياست يو بل کارکوونکی وکيل خان بيا وايي چې د پوهنې رييس تمامه ورځ په ځان پسې د دفتر دروازه تړلې او دوی ته به يې لا هم اجازه نه ورکوله چې د کومې ستونزې د ختمولو د پاره د ننه ورشي.

دی وايي چې د رياست ټول کارکوونکي به ليږ وخت کې له خپلو دندو استعفاوې ورکړي:

"د رياست ټول کارمندان استعفاوې ورکوي دا نن زه هلته ولاړ وم ټولو کاروکوونکيو ويل چې نور رياست ته نه راځو.رييس په ځان پسې ټوله ورځ دروازه بنده کړې وي ټوله ورځ مراجعين کښته پورته کېږي چې کښته ځي هم مونږ ته ښکنځل کوي چې لوړ خېږي هم مونږ ته ښکنځلې کوي ده په ځان پسې دروازه بنده کړې وي. مونږ د رياست کارکوونکي يو مونږ هم نه ورپرېږي چې مونږ ورځو راته وايي ل سيکرټر څخه به اجازه اخلئ. سيکرټر وايي چې ماته رييس صاحب ويلي دي چې زما پلار به هم ماته د ننه نه راپرېږدې"

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د غزني د پوهني د رييس نظر هم واخلو خو په بيا بيا هڅو سربېره هم ونه توانېدو چې ورسره اړيکه ټينګه کړو.

د غزني له پوهنې رياست کې له ډېره وخته د ګډوډۍ اوازې راتلې.

دغه رياست د روان لمريز کال له پيل راهسې تر اوسه پورې د تشو پوسټونو د پاره له ښوونکيو څخه څلور ځلې ازموينې اخيستې خو تر اوسه پورې لا هم کوم ښوونکی په دنده نه دی ګمارل شوی.

په دې سربېره په غزني کې څو مياشتې وړاندې د ناامنه سيمو د زده کوونکيو د پاره يوه ليليه هم منظوره شوې وه چې له هغې ورځې يې بيا تر اوسه پورې بيا چا نوم نه دی اورېدلی.
XS
SM
MD
LG